BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 16:13 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څيرې او سيمې:د قرغې بند
څيرې او سيمې:د قرغې بند
د قرغې د بند د جوړيدو بل دليل کابل ښاريانو ته د تفريح ځاى پيدا کول او دکبانو روزل وو

جميله د خپل ورور شريف او دخپل تره د زوى زلمي سره د اوړي د رخصتيو په هکله غږيږي. شريف چې له ګرمۍ څخه تنګ شوى غواړي د ساعت تيرۍ کوم ځاى ته د چکر له پاره ولاړ شي.

جميله د ګاډيوانې ترور په څير جادويي کلمات وايي چې ګوندې جادويي ګاډۍ به راشي او هغوى به چکر ته بوځي. خو د هغې جادويي کلمان هيڅ اثر نه کوي .جميله خواشينې کيږي ، چې شريف او زلمى ورپورې خاندي.

جميله له ډيرې غوسې پښه په ځمکه وهي او غواړي بيرته کورته ولاړه شي چې په دې وخت جادويي غږ د ګاډويوانې ترور د راتګ زيرى ورکوي، ګاډيوانه ترور په خوښۍ ددوى خواته را نږدې کيږي او د جميلې د غوسې اودهلکانود خندا علت پوښـتي.

شريف خبره د ګاډيوانې سره شريکوي، گاډيوانه ترور پوهيږي چې ماشومان په جادويي ګاډۍ کې د چکر وهلو نيت لري. ګاډيوانه ورته وايي چې نن به يې په يوه تفريح ځاى کې ميلمانه کړي، چې ماشومان ددې خبرې په اوريدو ډيره خوښي څرګندوي.

ګاډيوانه ترور جادويي ګاډۍ راغواړي او له ماشومانو سره يوځاى د قرغې د بند په لور الوزي. دلارې په اوږدوکې ماشومان د ګاډۍ له سپرلۍ خونداخلي او دپرواز ستاينه کوي. په همدې وخت کې جميله دنورو پاملرنه د خلکو يوې ډلې ته وراړوي چې له ليري ډير کوچني مالوميږي.

کله چې جادويي ګاډۍ نوموړي ځاى ته نږدې کيږي، ماشومان وړې بيړکۍ ګوري چې خلک پکې يوې خوا او بلې خواته چکرې وهي. يو شمير ماشومان په اوبو کې په لامبو وهلو او ساعت تيريو بوخت دي، خو د بند لوي والي او د اوبو زياتوالي جميله، شريف او زلمى په ويره کې اچولي دي.

دقرغې د بند آمر
 د قرغې بند په اصل کې د پسرلني بارانونو د اوبو د ذخيرې له پاره جوړ شوى دى، خو کله کله په کرنه او اوبو لګولوکې هم ترې کار اخيستل کيږي، همدا راز د قرغې بند د هغو څاه ګانو له پاره چې ددې بند په اوږدو کې پرتې دي داوبو ښه زيرمه شميرل کيږي.
کله چې ګاډۍ د يوه هوټل تر څنګ په چمن کې را کوزيږي، ماشومان او ګاډيوانه ترور له ګاډۍ څخه کښته کيږي. شريف د قرغې د بند،د خلکو د شورماشور ، رنګارنګ ګلانو، خوراکي شيانو لکه آيسکريم،شورنخود، جوس ، ژاولو اود ماشومانو له ليدلو ډيره خوښي څرګندوي .

ددې تر څنګ د جميلې پاملرنه يو کس ځانته ور اړوي چې نورو ماشومانو سره غږيږي.ګاډيوانه ترور د لاس په اشاره جميلې ته وايي چې نوموړى کس دقرغې د بند مسوول دى، چې وروسته ټول ماشومان خپلو پوښتنو د ځواب موندلو په هيله د مسوول کس څنګ ته ورځي او خپلې پوښتنې ترې کوي.

جميله پوښتي چې د قرغې بند ولې جوړ شوى؟ مسوول کس چې آغاشيرين نوميږي او دقرغې د بند آمر دى په دې هکله وايي: ((د قرغې بند په اصل کې د پسرلني بارانونو د اوبو د ذخيرې له پاره جوړ شوى دى، خو کله کله په کرنه او اوبو لګولوکې هم ترې کار اخيستل کيږي، همدا راز د قرغې بند د هغو څاه ګانو له پاره چې ددې بند په اوږدو کې پرتې دي داوبو ښه زيرمه شميرل کيږي.))

مسوول د خبرو په دوام وايي : (( د قرغې د بند د جوړيدو بل دليل کابل ښاريانو ته د تفريح ځاى پيدا کول او دکبانو روزل وو.))

ګاډيوانه ترور د ماشومانو د زيات پوهاوي لپاره وايي چې د مثال په توګه دقرغې له بند څخه دکابل د پلى تکنيک ساحه، باغ بالا او بادام باغ اوبه کيږي ، چې په دې توګه ډيرې زياتې ځمکې تر پوښښ لاندې راولي.

فريد د کبانو د روزنې په هکله پوښتي، مسوول کس وايي: (( په پيل کې د قرغې بند دکبانو د روزنې له پاره ځانګړى ځاى درلود ، چې د کبانو هګۍ به له بهر څخه راوړل کيدې او دلته بياترې کبان لاسته راتلل ، چې له يو څه غټيدو وروسته به د قرغې په بند کې پرېښودل کيدل.

موظفو کسانو به د کبانو د خوراک څارنه کوله. کله به چې کبان يو څه نور هم غټ شول، نو کب نيونکو به د شپې له خوا د کبانوجال اچاوه اوکبان به يې په بازار کې د خرڅلاو له پاره ترې بيلول او په بازار کې به يې پلورل .))

د قرغې بند
د قرغې بند په پوره ډول وچ شوى ځکه چې خلکو به په آزاده توګه د بند په منځ کې تګ راتګ کاوه

زلمى له مسوول کس څخه هيله کوي ، چې همدا اوس هغوى د کبانو د روزنې مرکز ته بوځي چې دا هرڅه په خپلو سترګو وويني، خو مسوول په خواشينۍ ورته وايي چې اوس نه د کبانو د ورزنې مرکز شته او نه هم کبان، ځکه اوږدو جګړو او پرله پسې وچکاليو دا هرڅه له هيڅ سره برابر کړل.

زلمى پوښتي چې آيا بند دومره وچ شوى و، چې کبانو هم په هغه کې ژوند نه شو کولاى؟ مسوول وايي چې هو ، بند په پوره ډول وچ شوى و، داسې چې خلکو به په آزاده توګه د بند په منځ کې تګ راتګ کاوه. مسوول کس د لاس په اشاره ماشومانو ته څو تنه خښتې وهونکي ښايي او وايي چې هغه ځاى د ځنګل تر څنډو پورې د قرغې د بند يوه برخه وه چې هميشه به له شنو او رڼو اوبو ډک و.

مسوول دجميلې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د اوبو د کچې په هکله يې کړې وه ، وايي : د قرغې د بند د جوړيدو په لومړيو وختونو کې دې بند 27.5 متره اوبه درلودې، خو اوس د زياتو وچکاليو له کبله يوازې 16.5 متره اوبه په بند کې موجودې دي.

جميله دبند تاريخچې په هکله پوښتي ، مسوول کس وايي چې د قرغې بندله نن څخه 50 يا 52 کاله پخوا د ظاهرشاه دسلطنت په دوران کې جوړ شوى چې تر نن پورې ترې ګټه اخيستل کيږي. ماشومان د مالوماتو دترلاسه کولو وروسته له مسوول کس څخه مننه کوي او له ګاډيوانې ترور سره يو ځاى خپل چکر ته دوام ورکوي.

ګاډيوانه ترور د ماشومانو د زياتې خوښۍ له پاره هغوى د قرغې د بند ميله ځاى ته بيايي چيرې چې زيات شمير کورنۍ د ميلې له پاره راغلي دي. ( د قرغې د پارک ځايونه ميلمنو ته په کرايه ورکول کيږي) د پارک په هره څنډه کې بيلابيلې کورنۍ د غرمې له پاره د ډوډۍ په تيارولو بوختې دي.

شريف ځيني سامانونه لکه : اشټوپ ، ګاز ، فرش او نور د اړتيا وړشيان خپلو ملګرو ته ورښيي چې ځينو کورنيو له ځانونو سره راوړي دي. شريف له يو شمير ماشومانو سره تر خبرو کولو وروسته پوهيږي، چې هغوى د بيلابيلو ځايونو څخه مېلې ته راغلي دي.

زلمىيو کس ويني چې د ډوډۍ پاتې شونې، بې کاره کاغذونه او دجوس خالي قوطۍراټولوي او د شوخو ماشومانو څخه سر ټکوي. نوموړى خپل ځان جمال الدين د پارک د صفايۍ مسوول پيژني او له کورنيو هيله کوي چې د خپلو ماشومانو څارنه وکړي او د خراب کاريو مخنيوى يې وکړي.

دقرغې د بند آمر
 د قرغې بند په اصل کې د پسرلني بارانونو د اوبو د ذخيرې له پاره جوړ شوى دى، خو کله کله په کرنه او اوبو لګولوکې هم ترې کار اخيستل کيږي، همدا راز د قرغې بند د هغو څاه ګانو له پاره چې ددې بند په اوږدو کې پرتې دي داوبو ښه زيرمه شميرل کيږي

کله چې ماشومان لږ څه نور هم وړاندې ځي ، دسپوږمۍ په نامه يو هوټل ويني چې زيات شمير بهرني او کورني ميلمانه پکې راټول دي . د عيسى په نامه ددې هوټل يو تن کارکوونکى وايي چې سپوږمۍ هوټل بيا له سره جوړ او خپل يې فعاليت يې پيل کړى دى.

په پاى کې جميله ، زلمى او شريف له هوټل کې د ډوډۍ له خوړلو وروسته له يو شمير ماشومانو څخه د خپلې خوښې شيان اخلي او له ګاډيوانې ترور سره يو ځاى بيرته په جادويي ګاډۍ کې دخپلو کورونو په لور راګرځي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>