BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څيرې او سيمې: د استالف تخت
څيرې او سيمې: د استالف تخت

نفيسه په داسې حال کې چې ډيره ستړې مالوميږي اودښوونځي د کورني کارپه سرته رسولو بوخته ده ، فريد راځي اوورته وايي چې خپل کارونه ژر خلاص کړي چې دچکر يې ناوخته نه شي.

مور يې چې ددوى خبرې اوري په حيرانۍ پوښتي چې کومې خوا ته دچاسره د چکر له پاره ځي؟ هغوى لا په همدې خبرو کې وي چې ګاډيوانه ترور رارسيږي، مور د ګاډيوانې ترور په ليدو حيرانيږي چې څنګه د هغوى کورته راغله؟

ګاډيوانه ترور ورته وايي چې هغې له ماشومانو سره وعده کړې وه چې د سيل او ساتيرۍ له پاره به يې په جادويي ګاډۍ کې چکر ته بيايي. ماشومان د ځاى پوښتنه کوي، ګاډيوانه ورته وايي چې نن يي استالف ته بيايي.

ماشومان د استالف د نوم په اوريدو خوښي څرګندوي ، ځکه چې هغوى پخوا هم يو ځل استالف ته تلي وو.

ګاډيوانه وايي چې هغوى ها بل ځل د استالفي لوښو بازار ته تلي وو خوداځل د استالف تخت ته ځي چې د افغانستان د مشهورو ميله ځايونوڅخه شميرل کيږي چې دبيلابيلو سيمو خلک هلته د سيل او ساتيرۍ له پاره ورځي

ماشومان له ګاډيوانې ترور غواړي چې جادويي ګاډۍ راوغواړي او دوى د استالف د تخت ليدو ته بوځي.

دګاډيوانې د جادويي کلمو په ويلو جادويي ګاډۍ رارسيږي او ماشومان په تلوار ګاډۍ ته پورته کيږي او دګاډيوانې ترور په هدايت ځانونه ټينګوي او ګاډۍ داستالف په لور الوزي.

د استالف تخت

د تيزباد لګيدل د ګاډۍ سرعت زياتوي اوپه درنګ شېبه کې ګاډۍ د وريځو سرته اوچتيږي ،نفيسه له ډيرې خوښۍ د استالف په هکله دا سندره وايي:
استالف ما سه هزار خانه بالاى استالف زيارت ايشانه
استالف ما استالف جانه مهمانخانۀ افغانستانه
هغوى لا د سندرې په ويلو بوخت وي چې ګاډيوانه ترور استالف ته درسيدو زيرى پرې کوي او ګاډۍورو ،وروکوزيږي.

دګاډۍ څخه له کوزيدو سره جوخت هغوى خپل ځانونه ديوې شنې غونډۍ په سر ويني چې تازه اوزړه راښکونکې هوايې د سړي هوښ له سره وړي. ګاډيوانه ترور ورته وايي چې همدا د استالف تخت دى چې دشاوخواشنو اوسمسوروسيمو ددې تخت ښکلا لازياته کړې ده .

ماشومانو ته پوښتنه پيدا کيږي چې دې ځاى ته ولې د استالف تخت وايي؟ داپوښتنه له ګاډيوانې ترور سره شريکوي، ګاډيوانه هغوى يو سپين ږيري سړي ته چې په هماغه شاوخوا کې وي بيايي چې دا پوښتنې له هغه څخه وکړي.

سپين ږيرى وايي: (( دې ځاى ته ځکه د استالف تخت وايي، چې د غونډۍ په سر د تخت په څير هوار جوړشوى دى.))

فريد او نفيسه له يو شمير ماشومانوسره لنډې خبرې کوي چې د بيلابيلو سيمو څخه د خپلو کورنيو سره دسيل او ساتيرۍ له پاره د استالف تخت ته راغلي دي اوددې ځاى د تازه آب وهوا څخه ډير خوند اخلي.

هغوى د ځينو کورنيو له مشرانوسره هم خبرې کوي چې په پيل کې له يوې ميرمنې څخه چې له کابل څخه استالف ته راغلې پوښتي چې دوى دڅه له پاره سيل او ساتيرۍ ته راځي؟ هغه په دې برخه کې وايي :

((دا چې د اوونۍ په اوږدوکې ماشومان سبقونه وايي او څوک نور رازراز کارونه کوي، او ستړي کيږي، سيل او ساتيري دسړي د پوره اوونۍ ستړيا رفع کوي.))

له دوى څخه لږ ها خوا يو شمير هلکان د لوبو دسامانونو او يو شميرنور يې دپيرکيو په پخولو او خرڅولو بوخت دي. ګاډيوانه ماشومانو ته وايي چې هغوى دې ولاړ شي هم به له پلورونکوڅخه د هغوى د کار په هکله پوښتنې وکړي او هم به په خپله خوښه يو څه وخوري .

د استالف تخت

ماشومان دپلورونکو څنګ ته ورځي او له يوه بولاني پلورونکي څخه چې شکيب نوميږي د هغه دکاروبار په هکله پوښتي. هغه وايي چې په رخصتيو او د جعې په ورځو کې ډيره ګټه کوي ، ځکه د بيلابيلو سيمو څخه زيات شمير خلک هلته ورځي.

يوبل هلک چې عبدالوکيل نوميږي ،مستې خرڅوي اود استالف اوسيدونکى دى وايي چې هغه د پسرلي او دوبي په فصلونو کې د مستود خرڅلاو له کبله ښې پيسې ګټي.

ماشومان او ګاډيوانه ترورلا په همدې خبرو کې وي چې دآس ششنۍ اوريدل کيږي، ګاډيوانه له ماشومانو غواړي چې له خپلو همزولو او سپين ږيري بابا سره خداى پاماني وکړي او په دې ترتيب ځانونه تګ ته چمتو کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>