BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:08 گرينويچ 2007 ,17 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: ماشوم وياند

ګاډايونه ترور له ماشومان سره

نويد او پلوشه د کلي په لويې ديرې کې د دنګو چنارونو تر سيوري لاندې ناست وي.

نويد غواړي چې يو شعر ډيکلمه کړي خو سم يې نشي لوستلی. پلوشه پرې خاندي او ملنډې پرې وهي، وايې چې دا د ماشومان کار نه دي.

په همدې وخت کې ګاډيوانه ترور د خپلې جادويي ګاډۍ سره راڅي. تر روغبړ وروسته ګاډيوانه د نويد د خواشينۍ سبب پوښتي. نويد ورته ټوله کيسه کوي.

ګاډيوانه د پلوشې خبره رده وي او نويد ته ډاډ ورکوي چې د زياتو تمريناتو او کوښښ په نتيجه کې به ښه وياند ترې جوړ شي.

د فرامرز په هکله ورته وايي چې په کم عمر کې ډير تکړه وياند دی او شعرونه په ډير خوند لولي.

ماشومان په تلوسه له ګاډيوانې څخه غواړي چې دوی د فرامرز خواته بوزي، تر څو پوه شي چې په څه ډول يې نطاقي زده کړې.

ګاډيوانه يې مني او له ماشومانو غواړي چې ګاډۍ ته د پورته شي .

تر اوسه مې د ښوونکي په ورځ، د ماشوم په نړيواله ورځ، د معارف په ورځ، او د ښځو په نړيواله ورځوکې مې اناونسری کړي ده.
فرامرز

نويد او پلوشه په ډيرې خوښۍ ګاډۍ ته پورته کيږي. ګاډيوانه په جادويې کلماتو ګاډۍ هوا ته پورته کوي. ماشومان د فرامرز د ځای ځايګي په هکله پوښتي.

ګاډيوانه وايې، فرامرز د بغلان ولا يت د پلخمري په ښار کې اوسيږي، دنهه کلونو په شاوخواکې عمر لري او په ښونځي کې اول نمره دی.

ماشومان نورې پوښتني هم طرحه کوي خو ګاډيوانه وايې چې ځاي راورسيده او نورې پوښتنې به له فرامرز نه وکي.

بيا ګاډۍ د حضرت حمزه د ليسې تر څنګ ښکته کوي. ګاډيوانه او ماشومان ښونځي ته ځي، له فرامرز او مور سره يې چې په همدې ښونځي کې ښوونکې ده ستړي مشي کوي.

نويد د فرامرز د تعليم په هکله پوښتي. فرامرز وايې، چې په څلورم ټولکي کې دی او ورسره د انګليسي، کمپيو ټر، او قران کر يم کورسونه هم وايې.

ماشومان او ګاډيوانه
ګاډيوانه ترور ماشومانو ته فرامرز چې وياند دی ورپېژني

پلوشه پوښتي چې نطاقي يې له چا او په څه ډول زده کړې؟ فرامرز يې په ځواب کې وايې چې نطاقې يې له مور او پلارنه زده کړې.

هغوی ورته ښودلي، چې شعر په څه ډول ولولي او نطاقې څه ډول وکړي. زياتوي د ده مينه او د پلار او مور کوښښونه او لا رښونې وې چې دی نطاق شو.

نويد پوښتي، تر اوسه يې په کو مو غونډوکې نطاقې کړې؟ فرامرز يې په ځواب کې وايې د ښوونکي په ورځ، د ماشوم په نړيواله ورځ، د معارف په ورځ، او د ښځو په نړيواله ورځوکې يې نطاقي کړي.

خو د ښځو په ورځ يې د ښې نطاقۍ له کبله ورته د تکړه ماشوم جاييزه هم ورکړه.

نويد سوال کوي چې آيا د نطاقۍ پر وخت د خلکو تر تا ثيرخو نه راځي؟ فرامرز وايي، نه، خو کله چې خلک ورته چکي ووهي نو ډير خوشحاليږي.

همداراز فرامرز د ماشومانو په غوښتنه يو شعر او د يوې مقالې يوه بر خه لولي. چې د ماشومان او ګاډيوانې له تود هر کلی سره مخ کيږي.

تر ده وروسته نويد هم يو شعر ډيکلمه کوي خو داځل يې له لمړي وارنه ښه لولي. نويد دشعر ښه لو ستلو په هکله وايي چې له فرامرز نه يې زده کړ.

ماشومان د فرامرز له مور سره د فرامرز په هکله خبرې کوي. د فرامرز موروايي، چې نوموړی ډير ښه استعداد لر ي، با نظمه، با تر بيه او زيار کښه دی دهر کار لپاره مهال ويش لري، چې دلوبو وخت هم پکې شته.

د زده کړې لپاره هڅه
 په څلورم ټولکي کې درس وايم او ورسره د انګليسي، کمپيو ټر، او قران کر يم کورسونه هم تعقيبوم
فرامرز

همدارنګه ماشومان د فرامرز له ښوونکې سره هم خبرې کوي. ښوونکې وايې چې فرامرز هوښيار او نيک اخلاق لر ي.

د ښوونکو او زده کوونکو ډير احترام کوي، کورنۍ دنده په وخت راوړي او په ټولو مضامينو کې يې تکړه ګڼي.

ګاډايونه وخت ته متوجه کيږې چې ددوی دتلو وخت دي. نو له فرامرز دوی سره خدای په اماني کوي اوبيرته جادويې ګاډۍ ته پورته کيږي او روانيږي.

ګل غونډۍ سيمې او څېرې
ګل غونډۍ
څيرې او سيمې:د قرغې بندڅيرې او سيمې
د قرغې بند
څيرې او سيمې: د استالفي لوښو بازارڅيرې او سيمې
د استالفي لوښو بازار
د ګروارصبادرمساالڅيرې او سيمې
د هندوانو مذهبي جشن
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>