|
څيرې او سيمې : د ګروار صبا درمساال | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګاډيوانه ترور وروسته تر هغې چې خپله جادويي ګاډۍ د کلي دماشومانو د لوبو په ميدان کې کښته کوي ، ګاډۍ ته کښته پورته ګوري. ورو ورو دخپل آس په يالونو ګوتې وهي. په همدې وخت کې د سباوون سترګې پداسې حال کې په ګاډيوانې ترورلګيږي چې په سندرو ويلو بوخت دى اوپه لاره تيريږي.د ګاډيوانې ترور په ليدو سباوون د خوښۍ نارې وهې او ګاډيوانې ترورته ترروغبړ وروسته د نوي کال مبارکي وايي او ګاډيوانه ترور يې په ډيره مهربانۍ ځواب ورکوي. سباوون چې له ډيره وخته په جادويي ګاډۍ کې د الوتلو په تمه و، له ګاډيوانې ترور څخه ګېله کوي چې د کال له پيله تر اوسه نه د هغوى ليدلو ته راغلې او نه يې د چکر لپاره له ځان سره بيولي دي.ددوى خبرې لا خلاصې نه وې چې دسباوون د ګاونډي د زوى ،کلتار سنګهـ چې اهل هنود دى ،غږ تر غوږوکيږي. کلتار سنګهـ په بيړه له کوره راوځي او کوڅې ته مخه کوي. سباوون کلتارسنګهـ راغواړي اوپه داسې حال کې چې دښکلوجاموستاينه يې کوي ګاډيوانې ترور ته يې هم ورپېژني. ګاډيوانه ترور په ډيرې حيرانتيا ورځنې پوښتي:له دې زيړې پګړۍ، کريمي جامو ،سپين لُنګ او ښکلېو پڼو څخه دې داسې ښکاري چې کوم خاص محفل ته روان يې ! کلتار په ځواب کې وايي چې هغه درمسال ته روان دى، چېرې چې د هغوى دويساک (د هندوانو مذهبي جشن) ميلې روانې دي. سباوون ددې خبرې په اورېدوله حده زيات خوښيږي، او له ګاډيوانې ترور څخه غواړي تر څو هغوى په هر ترتيب چې وي درمسال ته دويساک دميلې ليدو ته بوځي چې په دې هکله مالومات تر لاسه کړي. ګاډيوانه ترور وايي : باورو کئ، دګاډۍ آس ته نظر وکئ چې زماپه زړه خبره مو وکړه، ډيره ښه خبره ده چې نن د کلتارسنګهـ سره يوځاى درمسال ته ولاړشوو. کلتار سنګهـ دهغوى غوښتنه مني او جادويي ګاډۍ ددرمسال په لور الوزي. کلتار په داسې حال کې چې په جادويي ګاډۍ کې ډير خوشاله مالوميږي دسباوون ددې پوښتنې په ځواب کې چې هغوى به کوم درمسال ته ځي ؟ وايي :
((مونږدګروارصبا درمسال ته ځو چې دکابل په کارته پروان کې دى.)) کله چې درمسال ته نږدې کيږي ، دګاډۍ تيزوالى ورو ورو کميږي او دکښته کيدو په حال کې وي، ګاډيوانه ترور له ماشومانو څخه غواړي چې ځانونه ټينګ کړي ، بيا ګاډيوانه تروردخپلو جادويي کلمو( اللو پللو، اللو پللو) په ويلو د يوې دوه پوړيزې ودانۍ تر مخ چې د اوسپنې غټه دروازه لري کښته کيږي. سباوون او ګاډيوانه ترور د هندوانو يو شمير واړه او غټان ويني چې ښځو يې سره ، شنه ،نارنجي،جګري ساري (دهندوانو يو ډول مخصوصې جامې) او نجونويې ښکلي پنجابي جامې او نارينه او هلکانو يې بيلابېلې جامې لکه: سپين اوږده لُنګونه له کريمي کميسونو او ځينو يې زيړې پګړۍچې د هغوى د مذهبي جامو څخه شميرل کيږي په سر کړي او لوڅې پښې درمسال ته ور دننه کيږي. ګاډيوانه ترور هم د ماشومانو سره يوځاى ددرمسال له يوه مسوول څخه تر اجازې اخستلو وروسته درمسال ته ور دننه کيږي. ددرمسال حويلۍ په کاشي ډبرو باندې ښکلې کړاى شوې ده. کلتار سنګهـ وايي چې پورتنى پوړد مذهبي مراسمو لکه دعاکولو،سازاوسرود او د ويساک دنمانځې لپاره ځانګړى شوى او لومړى پوړ دډوډۍ خوړلو لپاره دى. هغوى د حويلۍ په منځ کې يو شمير هندو ځوانان ويني چې چوب بازي (په لرګيو لوبې ) سره کوي(چوب بازې د هندوانو يو ډول مخصوصه لوبه ده)سباوون ددې لوبې په هکله پوښتي ، يو تن چې مُهن سنګهـ نوميږي ددې لوبې په هکله مالومات ورکوي.وروسته مُهن سنګهـ سباوون ته هم يوه جوړه د چوب بازۍ لرګي ورکوي چې دکلتار سنګهـ سره يو ځاى چوب بازي پرې کوي . سباوون له دې لوبې څخه ډير خوند اخلي او خوښي څرګندوي. وروسته بيا ښاغلى سنګهـ دوى درمسال ته دننه بيايي. ددرمسال سالون په ډيرو ښايسته قنديلونواوڅراغونو ښکلى شوى دى. له چت څخه د را ځوړندو شوورنګارنګ تازه او کاغذي ګلانو لړونو او نقاشي شوو ديوالونواو سروغاليو سالون ته لا ډيره ښکلا ورپه برخه کړې ده. د ويساک مراسم پيل شوي اوترانې ويل کيږي.سباوون له يوې ميرمنې څخه پوښتي چې درمسال څرنګه ځاى دى او کوم مراسم پکې تر سره کيږي؟هندو ميرمن وايي چې درمسال د هغوى د عبادت ځاى دى چې هلته پر ويساک سره سره د هولي او ديوالي(د هندوانو مذهبي ورځي) جشنونه هم نمانځل کيږي.او له دې سربيره د ودونو او شيريني خوريواو سوګوارۍ(د مړينې د فاتحې مراسم) هم پکې ترسره کيږي.
ګاډيوانه ترور له يوې ځوانې نجلۍ چې شمايل نوميږي او سرې جامې يې پر تن دي پوښـتي چې ويساک ترڅو ورځو نمانځل کيږي ؟ شمايل وايي: ويساک په کال کې يوځل د يوې اوونۍ لپاره نمانځل کيږي)). سباوون له شمايل څخه پوښتي چې ددې يوې اوونۍ په اوږدوکې دلته په درمسال کې دوى کوم کوم کارونه سرته رسوي؟ هغه وايي چې د دې يوې اوونۍ په اوږدوکې د هغوى غټ او واړه ميلې سره کوي، دسازاوسرود محفلونه جوړوي او خپل خپلوان سره ويني. يوه بله نجلۍ چې بلدې کور نوميږي د شمايل د خبرې په دوام وايي: ((موږ په ويساک کې ستاسې د اخترونو په څيرنوې جامې اغوندو، نکريزې ږدو،سينګار کوو، نڅاوې کوو او سندرې وايو.)) وروسته بلدې دماشومانو دزياتې خوښۍ لپاره سندرې وايي. د مذهبي مراسمو اودپنډت دخطبو ترويلو وروسته يوه اندازه شيريني، مټهايي(دهندوانو مخصوصه شيريني ده) حلوا،شير برنج او ځيني نورخوراکي شيان په ګډون کوونکو باندې ويشي، اوځينو لوړرتبه دولتي کارکوونکو باندې چې په دې مراسموکې يې ګډون کړى وي سوغاتونه هم ويشل کيږي. ګاډيوانه ترور او سباوون په ميله کې له ګډون وروسته غواړي بيرته خپلو کورونو ته ولاړ شي،ښاغلى مُهن سنګهـ ورته يو ه اندازه شيريني او ځانګړي خوراکي توکي د سوغات په ډول ورکوي ،او تردروازې پورې يې بدرګه کوي . ګاډيوانه ترور ، کلتار او سباوون په داسې حال کې چې دشيرينۍ په خوړلو بوخت دي د ويساک د ميلې ستاينه کوې او په جادويي ګاډۍ کې د خپلو کورونو په لور حرکت کوي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||