BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:18 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څيرې او سيمې: د استالفي لوښو بازار
څيرې او سيمې: د استالفي لوښو بازار

جميله اونجيب په داسې مهال د نظيفې ليدوته ورځي چې هغه د چينې په غاړه د لوښو په پرې مينځلو بوخته ده . هغوى تر روغبړ وروسته د نظيفې د ښکليو لوښو ستاېنه کوي، نظيفه وايي چې لوښي يې کاکا ورته له کومه ځايه سوغات راوړي دي.

نجيب جميلې ته ديوې کاسې پر مخ دښکلو نقشونواو رنګ آمېزۍ په هکله وايي چې څومره په خاص مهارت او ظرافت سره کار شوي دي.دوى د همدې لوښو د ځاى او نوم په هکله په خبرو بوخت وي چې ګاډيوانه ترور رارسيږي.

مخکې له دې چې ماشومان د خاورينې کاسې په هکله څه ووايي ، ګاډيوانه ترور وايي : (( ضرور د استالفي کاسو په هکله غږېدئ))

نجيب د هغې خبرې تاييدوي او پوښتي چې آيا هغوى هم کولاى شي داراز کاسې تر لاسه کړي که نه؟ ګاډيوانه ترور په زوره زوره خاندي اودخپل همېشني تکيه کلام په کارولو وايي: (( [باور وکئ، دګاډۍ آس ته نظر وکئ] تاسې هم استالفي لوښي اخيستلاى شئ.))

ماشومان په ډيره مينه پوښتي چې چيرې يې ترلاسه کولاى شي؟ ګاډيوانه ترور خپل جادوئي کلمات وايي او په يوه شېبه کې جادوئي ګاډۍ ددوى ترمخې دريږي او ماشومان له ځان سره په ګاډۍ کې داستالف د خاورينو لوښو بازارته بيايي.(استالف دکابل په شمال کې يوه ولسوالي ده) خو نظيفه چې دلوښوپه پرې مينځلوبوخته ده او له خپلې مور څخه يې هم اجازه نه ده اخيستې له هغوى سره نه ځي.

د لارې په اوږدوکې نجيب او جميله د استالفي لوښو د بازار په هکله د ګاډيوانې ترور سره په خبرو بوخت دي چې يو ناڅاپه ديوې غونډۍ پرسر ګڼې ونې د نجيب پاملرنه ځانته وراړوي او دهغې په هکله له ګاډيوانې ترور څخه پوښتي.

>
ګاډيوانه ترور وايي چې هغوى اوس استالف ته رسيدلي دي ، چې دا غونډۍ د استالف د تخت په نوم ياديږي او زياتوي چې استالف د افغانستان د ډيرو ښو تفريح ځايونو څخه دى چې د افغانستان له بيلابيلو سيمو څخه زيات شمېرخلک دلته د سيل او ساتيرۍ لپاره راځي.

په پاى کې ګاډۍ داستالفي لوښو په بازار کې کښته کيږي. کله چې ماشومان له ګاډۍ پلي کيږي ، د استالفي لوښو دوکانونو ته ځير کيږي، چې رنګارنګ اوښکلي لوښـي د هغوى پاملرنه ځانته وراړوي.

له دې سره سره چې د خلکو زياتې ګڼې ګوڼې په بازار کې د هغوى ګرځيدل ستونزمن کړي دي خو بيا هم جميله داستالفي لوښو په هکله د مالوماتو د ترلاسه کولو په خاطر ديوه کوچني هلک څنګ ته ځان ور رسوي چې استالفي لوښـي پلوري.

کوچنى هلک خپل ځان غلام ورپېژنې او دجميلې د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي: (( دلته هر راز شيان پيدا کيږي لکه : غټې او وړې شيريني دانيانې،د ښوروا او شړومبو کاسې،غورې،د اوبو جګ،چاينکې ،پيالې ،شمعدانۍ،ميوه دانۍ،سګرټ دانۍ،قلمدانۍ،دماشومانو لپاره د پيسو ټولولو دخل(خزانه) ګلدانۍ او دماشومانو د لوبو بيلابيل سامانونه او داسې نور. ))

د استالف بازار
ګاډيوانه ترور ماشومان له ځان سره په جادوئي ګاډۍ کې داستالف د خاورينو لوښو بازارته بيايي

نجيب هم دلوبود هغو سامانونو، نومونه اخلي چې په دوکان يې ويني ، لکه: طوطي، کوچنى آس،زمرى، سپى، کوچنى فيل،کوترې او داسې نور.جميله پوښتي چې دا ټول شيان چيرې جوړوي؟ کوچنى پلورونکى وايي: (( ټول هغه شيان چې يادموکړل دلته په همدې بازار کې جوړيږي. ))

په دې وخت کې ماشومان د لازياتو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره يو بل دوکان ته ورځي چې پلورونکى يې يو سپين ږيرى سړى دىز له نوموړي څخه د استالفي لوښـو دجوړونې په هکله پوښتي.

نوموړى وايي سربيره پردې چې داټول شيان په همدې بازار کې جوړيږي، زموږ کارګران يې په رنګارنګ ګلانو ښکلي کوي هم.د همدې لپاره دا لوښي او دلوبوسامانونه خاص دي.

ماشومان حيرانيږي او د زياتو توضيحاتو غوښتنه کوي. سپين ږيرى د خپلو خبرو په دوام زياتوي:

(( خاص په دې دي چې دا ډول لوښي اوس په پاکستان کې هم جوړيږي ،خوزموږ په څير رنګاميزي او نقاشي پکې نه شي کولاى ،او په اسانۍ سره پيژندل کيږي چې نقلي لوښي دي.))

نجيب او جميله د استالف د بازار د ګڼې ګوڼې په هکله له ګاډيوانې ترور څخه پوښتي، ګاډيوانه ترور د ځنيو پيرودونکو سره له خبرواترو وروسته دې پايلې ته رسيږي چې استالف ته د بيلابيلو سيمو څخه هره ورځ يو زيات شميرخلک د خپلې اړتياوړ سامان آلاتو د پيرودنې لپاره راځي.

دا چې استالفي لوښي يواځې په افغانستان کې پلورل کيږي که له هيواد څخه بهر هم صادريږي يو پلورنکىچې د لوښو په خرڅولو بوخت دى په دې هکله وايي :

استالفي لوښـي سربيره پردې چې په کابل، ننګرهار، هرات،مزار، کندز او دهيواد يه يو شمير نوروولايتونو کې خرڅيږي ،ايران، هند، انګلستان، پاکستان، اطريش،جاپان او نورو هيوادونو ته هم صادريږي.

پلورونکى په پوره خوښۍ وايي چې استالفي لوښـي دنړۍ هر ګوټ ته د افغانستان د استالف په نامه ځي، ځکه موږ پرې د ( Made in Estsalif ,Afghanistan)(دافغانستان د استالف جوړونه )ټاپه يا ليبل وهو.

ماشومان په حيرانتيا ددوکاندار خبرې تکراروي او دبازار د لرغونوالي او ددوکانو د شمير په هکله له يوه بل دوکاندار څخه پوښتي.

يوبوډا پلورونکى چې دخپل دوکان له کاسو څخه د خاورواو دوړو په پاکولو بوخت دى ، وايي: "ددې بازار د لرغونوالي په هکله پوره مالومات نلرم، خو اوريدلي مې دي چې ٩٠ يا ١٠٠ کاله پخوانى به وي اوداستالفي لوښو او سامانونو ٢٣ يا ٢٤ دوکانونه لري."

په پاى کې ماشومان د خپلې خوښي سامان آلات په بازار کې اخلي او له ګاډيوانې ترور سره يوځاى په جادويي ګاډۍ کې دخپلو کورونوپه لور ځي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>