|
څېرې او سيمې: ليکوال ماشوم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يما او پلوشه د يوې مجلې په کتلو بوخت وي، په دې وخت کې يې د يوه ماشوم عکس ته پا م وراوړي چې، د پسرلي په هکله يې يوه مقاله ليکلې وي. ماشومان حيرانيږي چې، دې وړوکي ماشوم څنګه مقاله ليکلې ده؟ په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راځي. تر روغ بړ وروسته ماشومان په مجله کې هغه عکس ګاډيوانې ته ور ښکاره کوي. هغه وايې چې، ډېر ه ښه ليکنه يې کړې ده. ماته هم يو وړوکی ماشوم رامعلوم دى چې، ښه ليکوال دی. ماشومان له ګاډيوانې څخه غواړي چې، دوی د هغه ماشوم ليدو ته بوځي. ګاډيوانه يې هم مني او په جادويي ګاډۍ کې له ماشومانو سره يو ځای د ليکوال ماشوم ليدو ته روانيږي. يما او پلوشه له ګاډيوانې پوښتي چې، د هغه هلک نوم څه دی او چېرې اوسېږي؟ ګاډيوانه وايي چې، نوم يې ”ويس احمد“ دی، د هرات په ښارکې اوسېږي او د يوولسو کالو دی. په دې وخت کې ګاډيوانه وايي چې، دا دی هرات ته راوره سېدو. دا د هرات ولايت د ” رګينې“ په نوم سيمه ده او د ويس احمد دوی کور هم دلته دی. ګاډيوانې جادويي ګاډۍ د ويس دوی د کور تر څنګ ښکته کړه. کله چې، ګاډيوانه او ماشومان د ويس دوی کورته دننه ورغلل، ويس د يو شي په ليکلو بوخت و. تر ستړي مشي وروسته ماشومانو له ويس نه وپوښتل چې څه شی يې ليکه ؟ ويس وويل چې د يوې نجلۍ په هکله يې لنډه کيسه ليکله. چې ”سامعه“ نوميږي. ويس زياته کړه: کله چې مې په ليکوالۍ پيل وکړ، نو د پينځو کالو وم. ليکل مې د خپل پلار او ترور په مرسته زده کړل، چې هغوی هم شاعران دي. لومړنۍ مقاله مې د خپل ماما په هکله ليکلې وه چی، څه ډول زموږ کره راغی، څه ډول جامې يې اغوستې وې او څه يې ويل؟ تر اوسه مې (٦٥) شعرونه او له (٢٠) تر (٢٥) لنډې کيسې ليکلي دي ماشومان له و يس څخه غواړي چې، خپل يو شعر ورته ووايي، ويس خپل دا شعر ورته وايي: بر کـودک افغــانم ويس خپل لومړنی شعر د استقلال په هکله ليکلی دی او هغو ماشومانو ته چې، غواړي مقاله يا شعر وليکي داسي پيغام لري: ” هر څه چې ليکي، بايد يو ليکوال ته يې د کتلو لپاره ورکړي چې، هغه يې سم کړي . په لومړي سرکې هر کار ستونزمن معلوميږي، خو که تمرين وشي، کتابونه ولوستل شي نو سړی ليکوال کېدای شي“.
تر دې وروسته ماشومان د (رفاه نوجوانان) په نوم د هغې مجلې سر ليکونه لولي چې، ويس احمد يې مسئول چلوونکی دى. ويس وايي چې، د مجلې سر مقاله دی ليکې او نور مضامين يې نور همکاران ورته ليکي او يا يې ورته راټولوي، خو دی خپله هم مجلې ته ځينې ليکنې کوي. ويس احمد وايي: ” په (١٣٨٣ش ) کال کې مې د مجلې لومړۍ ګڼه په هغو پيسو چاپ کړه چې، ما په اخترونو کې ټولې کړې وې. ماشومانو ته د دې مجلې ګټه داده چې، د هغوی معلو مات ډېرېږي او ما ته يې ګټه دا ده چې، ليکنې مې پياوړې کيږي“. تر دې وروسته ماشومان د ويس له پلاره پوښتي چې، ده له ويس سره څه مرسته کړې ده؟ هغه وايي: "ما د ويس لپاره دغه زمينه برابره کړې ده، مثلا کتابونه مې ورته اخيستي دي، په کورکې مې دفتر ورته جوړکړي دی. په دې اړه چې، هرڅه ته اړتيا ولري، زه يې ورته تياروم“. د ويس يو همکار وايي:” زه له ويس سره د تصويرونو په برخه کې مرسته کوم او مجلې ته ځينې ليکنې هم کوم“. د ويس بله همکاره چې شګوفه نوميږي وايي: ” زه د شعرونو او ټوکو په برخه کې له ويس سره همکاري کوم“ .
ويس يوې بلې خبرې ته هم اشاره وکړه او يې ويل: ” ليکوالۍ زما د ښونځي په درسونو کې هم مرسته راسره کړې ده. په ليک اولوست کې هيڅ ستونزه نه لرم او په راتلونکې وخت کې غواړم چې يو ښه ليکوال او ژورنالست شم“ . ماشومان د ويس تر څنګه يوه کاسيو ( ميوزيکل کيبورډ ) هم ويني. ويس وايي:” کله چې ستړی شم نو کاسيو غږوم او خپل ساعت په تېروم، کاسيومې د ترور له زامنو څخه زده کړې ده. تردې وروسته ماشومان له ويس سره خدای په اماني کوي او روانيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||