|
څېرې او سيمې: دسروبي بند | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
احمد او برېښنا سندره اورېده چې، په دې وخت کې برق ولاړ . احمد وويل، نه پوهېږم چې، زموږ کور ته برق له کومه ځايه راغلی دی، که نژدې وای نو خامخا يې مرکز ته ورتلم چې، راايله يې کړي. برېښتاوويل، هغه بله ورځ چې، مې پلار له سروبي څخه کبان راوړي وو، ويل يې چې، د برق يا برېښنا بند هم په سروبي کې دی. احمد وويل: "کاشکې ګاډيوانه ترور راغلې وای چې، موږ يې د سروبي بند ليدو ته بېولي وای". په دې وخت کې ګاډيوانه له خپلې جادويي ګاډۍ سره راغله او برېښنا او احمد ستړې مشي ورسره وکړه. ماشومانو ګاډيوانې ته وويل: ”موږ د سروبي بند ته بوزه چې، دغه بند له نژدې ووينو“. ګاډيوانې هم دغه خبره ومنله، دوی يې په جادويي ګاډۍ کې سپاره کړه او ګاډۍ يې د سروبي دبند پرخوا روانه کړه.
په لاره کې احمد وپوښتل چې، د سروبي بند په کوم ځای کې دی؟ ګاډيوانې وويل چې، د سروبي بند د کابل ولايت د سروبي په ولسوالۍکې دکابل اوننګرهار د لويې لارې پر غاړه پروت دی. ما شومانو په هوا کې له ګاډۍ څخه غرونه، سيندونه او د سر وبي بازار وليدل. ګاډيوانې هم د سروبي د بند يادونه وکړه او ګاډۍ يې همالته راکښته کړه. ګاډيوانې ماشومان دبرق د توليد ځای ته بوتلل او هلته يې د برق د توليد رئيس ته وروپېژندل. ګاډيوانې ماشومانو ته وويل: ګورئ پام مو وي ، کوم شي ته لاس ور نه وړئ چې، ډېر خطر لري. ماشومانو له رئيس څخه وپوښتل چې، دې بند ته ولې د سروبي بند وايې؟ رئيس وويل، ځکه چې، دا بند د سروبي په ولسوالۍ کې دی. ماشومانو له رئيس څخه دا هم وپوښتل چې، دا بند څه مهال جوړ شوی دی؟ رئيس وويل چې، دا بند په (١٣١٣ ل) کال کې جوړ شو ی، يانې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پاچهۍ په وخت کې جوړ شوی دی.
دا بند په افغانستان کې د توليد له پلوه څلورمه درجه بند ګڼل کېږي، يانې لومړی نغلو دوهم ماهيپر درېيم کجکی او څلورم د سروبي بند دی“. ماشومانو وپوښتل چې، دا بند څومره بر ق جوړوي؟ رئيس وويل چې، پخوا يې دوو توربينونو کار کاوه خو اوس يې يوازې يو توربين فعال دی اوهغه غير فعال توربين يې هم اوس د جوړېدو په حال کې دی چې (١٢٥٠٠) کيلوواټه بر ق توليدوي. که هرکور ته يو کيلو واټ برق ورکړل شي نو (١٢٥٠٠) کو رونو ته بر ق ورکولای شي“. ماشومانو وپوښتل چې، دا بند کموځايونو ته برق ورکوي؟ رئيس وويل چې، دکابل ښار او سروبي ته برق ورکوي. ماشومانو وپوښتل چې، له دې ځايه کابل ته په څه ډول برېښنا رسېږي؟ رئيس وويل چې، برېښنا لومړی له دې ځايه مرکزونو ته رسيږي اوبيا د هماغو مرکزونو له لارې خلکو ته وروېشل کېږي. تردې وروسته ماشومان او ګاډيوانه له دې ځايه روان شول او هغه ځای ته ورغلل چې، هلته ځينو ماشومانو د بند په ډنډ کې لامبل او ځينو يې کبان نيول.
يوه ماشوم وويل: ”زه له خپلې کورنۍ سره له ننګرهار څخه کابل ته روان وم او اوس دلته لامبم“. احمد له يوه ماشوم څخه وپوښتل چې دوی نه ډارېږي چې، په اوبوکې به ډوب شي؟ هغه ماشوم ورته وويل چې، موږ ته لږې او ډېرې اوبه رامعلومې دي، په هرځای کې چې، اوبه لږې وي هلته لامبو. يوه زلمي هلک چې، کبان يې نيول وويل: زه دلته کبان نيسم اوبيا يې پر دوکاندارانو خرڅوم. تر دې ورورسته ماشومان دسروبي له بند څخه روان شول او خپرونه هم پای ته ورسېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||