BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:28 گرينويچ 2007 ,22 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: باجه غږوونکی هلک

احمد ضياء د باجه غږوولو او سندرو پرمهال

فرحنازه سندره وايي او بهرام هارمونيه ورسره غږوي، خو سمه يې نه شي غږولای. فرحنازه وايي چې، هارمونيه غږول دومره اسانه کار نه دی.

په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راځي او له ماشومانو سره ستړې مشي کوي.

ماشومان وايي، موږ هڅه کوله چې، باجه وغږوو خوسمه مو نه شوای غږولای. ګاډيوانه وايي چې، زه هم يو وړوکی هلک پېژنم چې، ډېره ښه هارمونيه غږوي.

تر دې ورورسته ګاډيوانه ماشومان له ځانه سره د باجه غږوونکي هلک ليدو ته بيايي.

فرحنازه پوښتي چې، ددې هلک نوم څه دی ؟ ګاډيوانه وايې چې، نوم يې احمد ضياء دی، د کابل د نوي ښار په اشيانه کې د موسيقۍ په زدکړه بوخت دی او د (١٢) کالو دی. ګاډوانه کابل ښار ته د راسېدو يادونه کوي اوګاډۍ راکښته کوي .

احمد ضياء د سندرو ويلو پرمهال
له ډېر پخوا مې له هارمونيې سره مينه درلوده او تل به مې په زړه کې ويل چې، کاشکې ما هم هارمونيه غږولای شوای، خو کله چې اشيانې ته راغلم نو دغه هيله مې پوره شوه.
احمد ضياء

ګاډيوانې بهرام او فرحناز د احمد ضياء ټولګي ته بوتلل چې، په دې وخت کې احمدضياء د هارمونيې په زده کړې بوخت و.

ترستړي مشې وروسته ماشومانو له احمد ضياء څخه وپوښتل چې، له هارمونيې سره دې څنګه مينه پيداشوه؟

احمدضياء وويل چې، ما له ډېر پخوا څخه له هارمونيې سره مينه درلوده. کله چې به کوم واده ته ولاړم او سندرغاړې به مې وليدل،

نو په زړه کې به مې ويل چې، کاشکې ما هم هارمونيه غږولای شوای، خو کله چې اشيانې ته راغلم نو دغه هيله مې پوره شوه.

ماشومانو وپوښتل چې، څومره وخت کېږي چې، په اشيانه کې د موسيقۍ په زده کړه بوخت يې او اوس څومره هارمونيه غږولای شې؟

احمدضياء وويل چې، يو کال کېږي چې، هارمونيه غږوم او اوس هره نغمه پرې غږولای شم.

احمد ضياء
احمد ضياء سندرې له راډيو څخه زده کړي او استاد يې هم ورسره مرسته کوي.

لومړۍ نغمه چې، ما په هارمونيه وغږوله دا وه: ( انار دانه ندارد _ انار بی دانه) په دې وخت کې د ضياء ښوونکی راغی او ويې ويل:

"احمد ضياء ډېر ښه استعداد او له هارمونيې سره ډېره مينه لرې، ځکه يې نو په يو کال کې هارمو نيه زده کړه. دی رباب او طبله هم غږولای شي"

ماشومان حيران شول چې، طبله او رباب يې څنګه زده کړل؟ احمدضياء وويل چې، کله مې هارمونيه زده کړه نوله هماغې ورځې راهيسي مې رباب او طبله هم زده کړه.

کله چې مې د موسيقۍ الف با، يانې ( سا .ری.ګا . ما. پا ) زده کړل نو، د هماغې ورځې راهيسې مې د موسيقۍ نورې الې هم زده کړې.

ګاډيوانه وايې، لکه د ليکلو او لوستلو لپاره د(الف .ب .ت زده کول ضروري دي دغسي ( سا، ري، ګا، ما،پا) د موسيقۍ د زده کړې لپاره ضروري دی.

تردې وروسته ماشومان ضيا ته وايي چې طبله او رباب ورته وغږوي . ضيا هم د هغوی خبره مني او دغه الات ورته غږوي.

ضيا وايې چې، زه ډېر خوښ يم چې، هارمونيه مې زده کړې ده، ماشومان داهم پوښتې چې تر اوسه يې په کوموځايونوکې هارمونيه غږولې ده؟

News image
 اوس هر ډول نغمې غږولولاى شم خو لومړۍ نغمه چې، ما په هارمونيه وغږوله هغه: ( انار دانه ندارد _ انار بی دانه) وه
احمدضياء

ضيا وايي چې، کله نا کله د خپلو دوستانو او ملګرو ودونو ته ځم، هلته هارمونيه غږوم او سندرې هم ورسره وايم اوکله ناکله هم د اشيانې له خوا ځينو ځايونو ته بيول کېږو.

ماشومانو له ضياڅخه وپوښتل چې، سندرې يې له چاڅخه زده کړې؟

ضيا وويل چې، سندرې مې له راډيو څخه زده کړي دي او استاد مې هم مرسته راسره کوي. زه ښونځي ته نه ځم.

په اشيانه کې مې ليکل او لوستل زده کړي دي، خو په راتلو نکې کې غواړم چې، ښونځي ته ولاړ شم

تر دې وروسته ماشومان د ضيا له يوه هم صنفي سره خبر ې کوي. هغه وايي ، کله چې،کومه ستونزه ولرم نو احمدضياء مرسته راسره کوي او د احمدضياء له برکته مې هارمونيه زده کړې ده.

تردې وروسته فرحنازه او بهرام له احمدضياء سره خدای پاماني کوي او خپرونه پای ته رسېږي.

سحر افرينڅېرې اوسيمې
سندرغاړې نجلۍ
ويس احمدڅېرې او سيمې
ليکوال ماشوم
د فلم ريلسيمي او څېرې
پارک سينما
ګاډايونه ترور او ماشومانڅېرې اوسيمې
ماشوم وياند
څيرې او سيمې:کابل هوايي ډګرڅيرې او سيمې
کابل هوايي ډګر
څيرې او سيمې: د لوبو خطرناک ساما نڅيرې او سيمې
د لوبو خطرناک ساما ن
څيرې او سيمې: د استالف تختڅيرې او سيمې
د استالف تخت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>