BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: سندرغاړې نجلۍ

سحر افرين
سحر افرين چې تقريبا د (١٧) کالو ده، په کم وخت کې يې د خلکو په زړونو ځاى پيدا کړى.
سپوږمۍ او نوروز راډيو اوري چې، په دې وخت کې د ”سحر افرين“ يوه سندره راځي.

سپوږمۍ او نوروز وايي چې، کاشکې مو دغه سندر غاړې له نژدې ليدلې واي.

دوی په همدې خبرو کې وي چې، ګاډيوانه ترور له خپلې جادويي ګاډۍ سره راځي.

تر جوړ تازه وروسته ماشومان له ګاډيوانې غواړي چې، هغوی د سحر افرين نومې سندرغاړې ليدو ته بوزي. ګاډيوانه هم دغه خبره مني او له ماشومانو سره يو ځای په جادويي ګاډۍ کې روانيږي.

ماشومان له ګاډيوانې پوښتني چې، دا نجلۍ چېري اوسېږي، څومره زده کړې يې کړې او د څو کالو ده؟ ګاډيوانه وايې چې، سحر په کابل کې اوسېږي، مکتب يې خلاص کړی او تقريبا د (١٧) کالو ده.

ګاډيوانه په کابل ولايت کې ګاډۍ د سحر دوی د کور تر څنګ راکښته کوي او ټول په ګډه د سحر دوی کور ته ورځي.

تر روغ بړ وروسته يو ماشوم له سحر څخه پوښتي چې، له څه مهال راهيسي يې په سندرو پيل کړی دی؟ سحر وايي: ” له ماشومتوبه مې له سندرو سره مينه درلوده.

د سحر افرين، بهرني هېوادو ته سفر
سحر افرين
 څه موده وړاندي د يو فيستيوال لپاره د فرانسې هېواد ته تللې وم او هلته ډېره تشويق شوم، خلکو مې غږ ډېر خوښ کړ.
سحر افرين

څه مهال چې، په پاکستان کې په څلورم ټولګي کې وم، نو ترانې او نعتونه به مې ويل او د ترانو د ګروپ مشره وم،

خوکله چې، کابل ته راغلم دلته مې د موسيقۍ په زده کړه پيل وکړ، اووه مياشتې کيږي چې، دکلاسيکې موسيقۍ په زده کړې بوخته يمه“.

دا چې سحر د موسيقۍ کومې آلې ږغولای شي او تر اوسه يې څومره سندرې ويلي، دا په دې باب وايي:

”ارمونيه او ميوزيکل کيبورډ مې زده دي، کله چې، له پاکستانه راغلم نو د موسيقۍ د استاد په لار ښوونه مې په ملي راډيو تلويزيون کې يو کنسرت ورکړ.

دوهم کنسرت مې د جوزجان ولايت د سيلاب ځپلو خلکو لپاره ورکړ او تر اوسه مې (٢٠) سندرې ويلي دي.

زه د (١٠٠) په شاوخواکې پر نورو سندرو هم کار کوم چې، هغه ولسي سندرې دي او غواړم چې، يوه (سي ډي) ځنې جوړه کړم“.

سپوږمۍ او نوروز له سحر څخه پوښتي چې، له موسيقۍ پرته نور څه کوي؟

سحر وايي:” ما مکتب خلاص کړی دی، د انګليسي ژبې او کمپيوټر کورسونو ته ځم او د کور په ټولو کارونو کې ونډه اخلم“.

د موسيقي ډگر او سحرافرين
سحر افرين
 له ماشومتوبه مې له سندرو سره مينه درلوده تر اوسه مې (٢٠) سندرې ويلي دي. زه د (١٠٠) په شاوخواکې پر نورو سندرو هم کار کوم.

دا چې، په څو ژبو سندرې ويلای شي، سحر وايي: ” زه په دري، پښتو، انګليسي، اردو او پنجابي ژبو سندرې ويلای شم. شعرونه له شاعرانو اخلم او کمپوز يې استادان راته جوړوي“.

سپوږمۍ پوښتي چې، تراوسه يې کومو هېوادونو ته سفرونه کړي، سحر وايي: ” څه موده وړاندي د يو فيستيوال يا سيالۍ لپاره د فرانسې هېواد ته تللې وم او هلته ډېره تشويق شوم، خلکو مې غږ ډېر خوښ کړ.

زړه مې غواړي چې، هند ته هم يوسفر وکړم. سندرې ويل زما يو شوق دی، زه دپيسو لپاره سندرې نه وايم“ .

تر دې وروسته سپوږمۍ او نوروز د سحر له پلار څخه پوښتي چې، دی څنګه پوه شو چې، سحر به يوه ښه سندر غاړې شي؟

هغه وويل: ”يو ورځ سحر په پخلنځي کې پخلی کاوه او له ځانه سره يې يوه سندره زمزمه کوله.

زه هغه وخت پوه شوم چې، سحر کولای شي چې، يوه تکړه سندر غاړې شي“. تر دې وروسته ماشومان له سحر سره خدای پاماني کوي او خپرونه پای ته رسيږي.

ويس احمدڅېرې او سيمې
ليکوال ماشوم
د فلم ريلسيمي او څېرې
پارک سينما
ګاډايونه ترور او ماشومانڅېرې اوسيمې
ماشوم وياند
ګل غونډۍ سيمې او څېرې
ګل غونډۍ
څيرې او سيمې:کابل هوايي ډګرڅيرې او سيمې
کابل هوايي ډګر
څيرې او سيمېڅيرې او سيمې
زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>