|
څېرې او سيمې: معيوب ماشوم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جميله سردار ته په قهر وه، چې ولې نن ښونځي ته نه و راغلی. سردار وويل، چې پښه مې ژوبله وه، ځکه ښوونځي ته نه شوای تلای. دوی په همدې خبرو لګياوو، چې ګاډيوانه راغله. تر روغ بړ وروسته جميلې ګاډوانې ته وويل، چې د سردار پښه لږه ژوبله ده خو دی له همدې لږ خوږ له امله نن ښوونځي ته نه وراغلی. ګاډيوانې وويل، فواد سره له دې چې يوه پښه يې نشته، خو بيا هم ډېر کمالونه لري. ماشومانو له ګاډيوانې څخه وغوښتل، چې هغوی د فواد ليدو ته بوزي. ګاډيوانې هم د ماشومانو خبره ومنله او هغوی يې په جادويې ګاډۍ کې د فودا دوی کور ته روان کړل.
سردار وپوښتل، چې د فواد يوه پښه ولې نشته؟ ګاډيوانې وويل، چې د هغه پښه د ماين په يوه چاودنه کې پرې شوې ده. دی اوس ډېره موده کيږي، چې دکابل په شاه شهيد نومي سيمه کې اوسېږي. ګاډيوانې ګاډۍ د فواد دوی د کور تر څنګ راکښته کړه او د فواد کور ته ورغلل. دوی وليدل چې فواد د خپلې خور جامې ګنډي. تر روغ بړ وروسته فواد د خپلې خياطۍ په اړه داسې وويل: "په لومړيو وختونو کې به د پښې په نشتوالې ډېر ځورېدم او هيڅ کار ته به مې زړه نه کېده. دباندې به نه شوای وتلای، ډېر وخت به په کورکې وم .کله چې به مې مور خياطي کوله، نو زه به يې څنګ ته ناست وم. تر دې وروسته مې خياطي خوښه شوه او ورو ورو مې له ځينو بې کاره ټوکرانو څخه د جامو ګنډل پيل کړل.
کله چې مې مور او پلار له خياطۍ سره زما مينه او علاقه وليده، نو زماپه خوښه يې له يوه خياط سره شاګرد کړم. په دوه مياشتو کې مې پرتوګ ګنډل زده کړل او يو کال وروسته مې ټوله خياطي زده شوه. اوس دخياطۍ دوکان ته نه ځم، خور مې خياطي کوي او زه مرسته ورسره کوم. زه اوس ښوونځي ته ځم. زه په لومړۍ ټولګي کې دوهم نمره وم او بيا تر اوسه، چې په پنځم ټولګي کې درس وايم، اول نمره يم. کله چې به مې په بازار کې وليدل، چې روغ ماشومان به ښوونځي ته تلل او معيوبو ماشومانو به خيرات ټولاوه، نو له هماغې ورځې راهيسي ما دا نيت وکړ، چې ځان به له روغو ماشومانوسره برابروم. زه غواړم، چې په راتلونکي کې ډاکټر شم او له ناروغانو سره مرسته وکړم“. تر دې ورورسته جميلې او سردار وغوښتل، چې د فواد له پلار سره هم خبرې وکړي، هغه وويل:
فواد ډېر غيرتمن او با استعداده هلک دی، له درس او سبق سره هم ډېره مينه لري، وخت خوشي نه تېروي“. بيا ماشومانو له فواد څخه وپوښتل چې له څه شي سره مينه لري؟ هغه وويل: زه له راډيو او سندرو اورېدلو سره ډېره مينه لرم، په تېره بيا د فرهاد دريا سندرې مې ډېرې خوښېږي، د (پچيس) لوبه هم ډېره کوم. خپل کارونه د مهالوېش له مخې تنظيموم. زه اوس داسې احساس نه کوم، چې ګواکي يو معيوبه يم. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||