|
څېرې او سيمې: مير بچه کوټ پارک | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
علي او غلام کاغذباد الوزاوه چې خور يې راغله او ورته ويې ويل چې، تاسې ته مور څوځله ويلي دي چې د سرک ته نږدې کاغذباد مه الوځوئ، ځکه چې خطر لري. دوی په همدې خبرو کې وو چې ګاډيوانه راغله او ددوی د بحث علت يې وپوښت. ماشومانو ورته وويل چې موږ د کاغذباد الوزولو لپاره د مناسب ځاى خبره کوله. ګاډيواني وويل چې، هيڅ غم مه کوئ زه به مو دميربچه کوټ پارک ته بوزم. له دې سره سم يې ماشومان په جادويي ګاډۍ کې کېنول او ګاډۍ يې والوزوله. ماشومانو پوښتنه وکړه ، چې داپارک چېري دى؟ ګاډيوانې وويل چې دا پارک د کابل ولايت په مير بچه کوټ ولسوالۍ کې دى چې د کابل _ پروان پر لويه لار پروت دى. دوی په همدې خبرو کې وو چې ميربچه کوټ پارک ته راورسېدل.
ګايواني واني ګاډۍ دپارک ترڅنګ راکښته کړه او ماشومان يې پارک ته دننه بوتلل. دوی هلته له څو ماشومانو سره خبرې وکړې چې پارک ته راغلي وو. په دغو ماشومانوکې يوهم لطيف و چې د بابه قچقار له کلي څخه راغلى و، ده وويل: ”زه دلته دکاغذباد الوزولو لپاره راغلی يم، ځکه چې پر دې پارک پنجرې او کټارې راګرځېدلي دي، دکاغذباد الوزولو لپاره ډېر مناسب دی“. فواد چې ګړګړى (څرخه) يې په لاس کې وه وويل: ” ماته دلته کاغذباد الوزول او ددې پارک هوا ډېر خوند راکوي“. علي اوغلام دوی وليدل چې ځيني ماشومان په ټالونو کې زانګېدل اوخوشالۍ يې کولې. د هارون په نوم يوماشوم چې، په ټال کې زانګېده وويل: ”دا پارک ښکلى او تک شين دى، زه چې کله دلته راشم، نو ډېرخوشحالېږم. “په پارک کې د غلام دوی ځينو زلميانو ته پام شوچې فوټبال يې کاوه. رامز چې په فوټبال کولو بوخت و، وويل: ”زه دلته د ساعت تېري او فوټبال لپاره راځم.“ غلام په پارک کې د ( صبر) او ( ولې) ونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دادڅه شي ونې دي؟
ګاډيواني وويل چې راځئ په دې باب ددې پارک له باغوان څخه پوښتنه وکړو. با غوان وويل: ” په دې باغ کې د مڼو، شفتالو، الو بالو، بادامو، ولې، صبر، سروه او اکاسي ونې شته. ددې ترڅنګ دلته رنګارنګ ګلان هم شته، لکه مرسل، جريبند ، ګلاب، آدم څېره او نور ګلان.“ غلام په پارک کې هوټل ته اشاره وکړه. په هوټل کې يوه ماشوم چې سردار نومېده وويل: ”زه د جمعې په ورځ چې په پارک کې ګڼه ګوڼه زياته وي راځم او له ورور سره دهوټل په کارونو کې مرسته کوم“. ماشومانو له سردار څخه پوښتنه وکړه ، چې په دې هوټل کې کوم خوراکونه پخېږي؟ سردار وويل: ”کباب،چاينکي او داسي نور خواړه “. ماشومانو له ګاډيوانې ترور څخه پوښتنه وکړه، چې دغه پارک ولي دمير غلام بچه په نوم يادوي؟ ګاډيوانې دغه پوښتنه هلته دهغې سيمې له يوه سپين ږيري څخه چې محمد زمان نومېده، وکړه، هغه وويل:
”مير بچه خان پخوا زموږ د سيمې خان او يو ملي قهرمان و. ده هغه وخت چې انګرېزانو زموږ پر وطن تېری کړی و، له هغوی سره وجنګېده او زموږ هېواد يې ځنې ازاد کړ. له هماغه وخته راهيسي زموږ سيمه چې پخوا”سراى خواجه“ نومېده، دميربچه کوټ په نوم ياده شوه او اوس ددې سيمې له امله دغه پارک هم دميربچه کوټ په نوم يادېږي“. ماشومانو وپوښتل چې دا پارک څومره پراخوالی لري اوڅه مهال جوړ شوی دی؟ محمد زمان وويل: ”ددې پارک مساحت تقريباً اته جريبه دى او (٤٦ ) کاله وړاندې دمحمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پرمهال جوړ شوى دى. داپارک دتېرو جګړو پرمهال خراب شوی و چې د ميربچه کوټ ښاروالۍ له خوابيرته ورغول شو. ماشومان له محمد زمان سره خدای پاماني وکړه اوله پارک څخه روان شول. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||