|
څېرې اوسېمي: کلاله نجلۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ليلا او ويس د يوې ګلدانۍ په هکله سره غږېدل چې، ډېر ښايسته نقشونه پرې کښل شوي وو. ويس وويل: کېداي شي چې دا ګلدانۍ په کوم بهرني هېواد کې جوړه شوې وي، خو ليلا وويل چې نه، دا مې پلار له يوه نژدې ځايه را وړی دي. دوی په همدې خبرو لګيا وو چې، ګاډيوانه ترور راغله. کله چې له حاله خبره شوه نو، وه يې ويل چې، ماته داسې يوه نجلۍ رامعلومه ده چې، پر دغسې لوښو ډېر ښايسته نقشونه او رسمونه کاږي. د دې خبرې په اورېدو ماشومانو له ګاډيوانې څخه وغوښتل چې، دوی ددې نجلۍ ليدو ته بوزي. ګاډيوانې هم داخبره ومنله او له ماشومانو سره په جادويي ګاډۍ کې دنجلۍ ليدوته روان شول. ماشومانو وويل چې، ددې نجلۍ نوم څه دی، څوکلنه ده او کور يې چيري دی؟ ګاډيوانې وويل چې، ددې نجلۍ نوم مرسل ده چې (١٣) کاله عمر لري او کور يې دکابل ولايت په استالف ولسوالۍ کې دی. دا دی اوس به يې په خپله ووينئ. ماشومانو په هوا کې د کوهدامن سمسورې سيمې ته اشاره وکړه. ګاډيوانې وويل چې، داد استالف ولسوالۍ د کلالانو کلی دی. دمرسل کور هم دلته دی. له دې سره سم يې جادويي ګاډۍ راکښته کړه او د مرسل دوی کورته ورغلل. له مرسل سره تر روغ بړ ورورسته ماشومانو دکلالۍ هغه لوښي وليدل چې، مرسل دوی جوړ کړي وو. بيا ماشومانو له مرسل څخه وپوښتل چې، دا کار دې چېري او څه ډول زده کړ؟ مرسل وويل:” له کلالۍ او نقش جوړولوسره مې له پخواڅخه مينه وه او کار مې د کورنۍ له غړوڅخه زده کړ، زموږ کورنۍ او ټول کلی کلالان دی، ځکه نو زموږ کلي ته دکلالانو کلی وايي“.
ليلا ترې وپوښتل چې ته خپله کوم کارونه کوې؟ مرسل يې په ځواب کې وويل: ”زه په لوښو کې تقشونه اچوم. دکار پر وخت دکار کالي اغوندم، خوله او پوزه هم پټوم، چې روغتيا ته مې زيان ونه رسېږي“. ماشومانو وپوښتل چې، په لوښوکې څه ډول نقشونه کاږې؟ مرسل وويل: ”په شاوخوا سيمو کې چې کوم ګلونه وينم او يايې په کوم کتاب يا مجلې کې چې عکس ووينم، نو په لوښوکې يې کاږم“. ويس وپوښتل: ايا په دې کار کې دې زړه نه تنګېږي؟ مرسل وويل:” نه زړه مې نه تنګيږي، ځکه چې، کارمې ډېر نه دی، کله چې مې زړه وغواړي کار کوم او کله چې مې زړه نه وي، کارنه کوم، زه له خپل کار سره ډېره مينه لرم. ددې کار ترڅنګ ښوونځي ته هم ځم او په پنځم ټولګې کې يم“. تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان د مرسل ښوونځي ته ولاړل. په ښوونځي کې د مرسل ښوونکې وويل:” مرسل په ټولو مـضامينو کې تکړه ده، خو په رسم کې ترټولو ډيرې نمرې وړي“ .
تر دې ورورسته ماشومان او ګاډيوانه دمرسل دوی د کلالۍ دوکان ته ولاړل. ماشومانو په دوکان کې دکلالۍ ډول، ډول لوښي وليدل. هلته يې درې تنه بهرنيان وليدل. هغوی وويل چې، يويې انګليس او بل امريکايي دی چې، د لوښو اخستلولپاره راغلي دي. تردې وروسته د مرسل تره د مرسل په اړه وويل: ”يو ورځ موږ يو ځای ته د مېلمستيا لپار تللي وو. کله چې بيرته کور ته راغلو، نو ګورو، چې مرسل پر يوې ګلدانۍ باندې ډېر ښه نقشونه کښلي دي. تر هغه وروسته مو مرسل ډېره تشويق کړه، بس له هماغې ورځې راهيسي په ډېر شوق کار کوي. هغه لوښې چې مرسل پکې نقشونه کښلي دي، په ډېره لوړه بيه خرڅيږي، ځکه چې دا ډېر ښايسته نقشونه پکې کاږي“. تردې وروسته ګاډيوانې اوماشومانو دمرسل له تره څخه رخصت واخيست اوخپرونه پای ته ورسېده.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||