BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:33 گرينويچ 2007 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: ترکمنه سندرغاړې

صديقه ترکمنه سندرغاړې
صديقې په ښونځي کې ترانې ويلې، بيا يې په سندرو پيل وکړ.
فريده د تلويزيون چينلونه بدلوي چې په دي وخت کې په تلويزيون کې يوه سندره راځي، ورور يې (قيوم) وايي چې همدا سندره پريده چې ويې ګورو.

دواړه د سندرغاړې د خوږ غږ ستاينه کوي. په خپلو کې وايې چې دا به څوک وي او چيرته به اوسيږي. په دې وخت کې ګاډيوانه ترور له خپلې جادويي ګاډۍ سره راځي.

ماشومان له ګاډيوانې ترور نه غواړې چې دا سندره واوري. ګاډيوانه د سندرې ستاينه کوي او وايي چې زه دا سندرغاړې پيژنم.

ماشومان خوښي څرګندوي او له ګاډيواني څخه هيله کوي چې دوی ددې سندرغاړې ليدوته بوځې. ګاډيوانه د هغوی خبره مني او په ګډه روانيږي.

پر لاره کې قيوم له ګاډيواني پوښتنه کوي چې د دې نجلۍ نوم څه شی دي او د کوم ځای اوسيدونکې ده؟ ګاډيوانه وايي:

(نوم يې صديقه (قريشي) او په قوم ترکمنه ده. د جوزجان ولايت د شبرغان په ښار کې اوسيږي. خو اصلي ځای يې د فارياب ولايت دی.))

ګاډيوانه د ځاي په رارسيدو ګاډۍ ښکته کوي او ټول په ګډه د صديقې دوی کورته ورځي. له ستړي مشي کوي.

د صديقې لومړۍ سندره!
 لمړنۍ سندره مې د ماشوم په هکله وه. په پښتو کې يې مانا داسې ده: ماشوم په ډير ادب ښونځي ته ځي، علم زده کوي او د مشرانو خبرې مني.
صديقه

فريده پوښتي چې سندرې دي له څه وخته پيل کړې دي؟ صديقه وايي: ((په لومړيو کې مې په ښونځي کې ترانې ويلې، بيا مې په سندرو پيل وکړ))

صديقه د قيوم د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي: (( مور او پلار مې راسره ډيره مرسته کوي

او جبار اغا چې په سيمه ايز تلويزيون کې د ترکمني ژبې د پروګرامونو مسول دی، هم مرسته را سره کوي. او د سندرو ښوونکی مې استاد حفيط دی.))

قيوم پوښتي اياد موسقي الې هم غږولی شي او کنه؟ وايي: ((اوس زده کوونکې يم، د موسيقي الې نه شم غږولی، خو هڅه کوم چې زده يي کړم.))

دا چې لومړنۍ سندره يې کړمه وه، صديقه وايي: ((لمړنۍ سندره مې د ماشوم په هکله وه. ماشومان له صديقې څخه غواړي چې هماغه سندره ورته زمزمه کړي.

صديقه سندره زمزمه کوي خو ماشومان پرې نه پوهېږي ځکه چې سندره په ترکمني ژبه ده. ګاډيوانه سندره داسې ژباړي ((ماشوم په ډير ادب ښونځي ته ځي.

علم زده کوي او د مشرانو خبرې مني.)) ګاډيوانه پوښتي چې ته په څو ژبوسندرې وايې؟ صديقه يې په ځواب کې وايي:

صديقه د ښوونځي په جامو کې
 مور او پلار مې راسره ډيره مرسته کوي او جبار اغا چې په سيمه ايز تلويزيون کې د ترکمني ژبې د پروګرامونو مسول دی، هم مرسته را سره کوي.
صديقه

((زه په دری او ترکمني ژبو سندرې وايم، خو په راتلونکې کې کوښښ کوم چې په نورو ژبو هم سندرې ووايم. ))

صديقه دا هم وايي ((تر اوسه په تلويزيون کې څلور سندرې لرم. لومړنۍ يې د ماشوم په هکله، دوهمه د غالۍ، دريمه د مور او څلورمه هم د وطن په باره کې ده))

ماشومان پوښتي چې د سندرو تر څنګ نور کوم کارونه کوې؟

صديقه وايي ((د ورځې دوه ساعته د موسيقي تمرين کوم، ښونځي ته ځم، او په کورسونو کې هم زده کړه کوم.)

د لوبو او ساعتيري په اړه وايي ((په کور کې تلويزيون ګورم، له هم صنفيانو او ګاونډيو جنکيو سره لوبې کوم او د ژمې په رخصتيو کې د تفريح لپاره کلي ځم))

تردې وروسته ګاډيوانه او ماشومان د صديقې له مور سره خبرې کوي. موريې د خپلې لور په اړه وايي:

(( صديقه په هر کار کې لايقه ده او ښه ستعداد لري. کله چې زه صديقه په تلويزيون کې ووينم نو ډيره خوشالېږم.

صديقه ترکمنه سندرغاړې
 ما د صديقې لومړنۍ سندره چې د ماشوم په هکله وه ډير ژر ثبت کړه، ځکه چې ماشومانو ته ډير پام نه دی شوی.
عبدالجبار

صديقه په ترکمنو کې لمړنۍ سندرغاړې ده چې په را ډيو او تلويزيون کې يې سندرې ويلي دي.))

تردې ورورسته ماشومان له يوه تنکي ځوان سره خبرې کوي چې ايا صديقه پيژني او کنه؟ ماشوم وايي ((هو! صديقه پيژنم. هغه زموږ قومي او ډيره ښه سندرغاړې ده.))

عبدالجبار چې د صديقي سندرې يې ثبت کړي وايي: ((ما د صديقې لومړنۍ سندره چې د ماشوم په هکله وه ډير ژر ثبت کړه، ځکه چې ماشومانو ته ډير پام نه دی شوی. نو زه وايم پريږده چې ماشومان هم تشويق شي.))

ماشومان او ګاډيوانه ترور له دوی نه خدای په امانی اخلي او له هغه ځايه روانيږي.

ګل چرن سينګ څېرې او سيمې
ګل چرن سينګ
مير بچه کوټ پارکڅېرې او سيمې
مير بچه کوټ پارک
استالفي کاسېڅېرې اوسېمي
کلاله نجلۍ
يو ماشوم د کابل په منډوي کېڅېرې او سيمې
منډه يي کوڅه
معيوب خيا‌طڅېرې او سيمې
معيوب ماشوم
د هريرود پارک څېرې او سيمې
هريرود پارک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>