|
څېرې اوسيمې: د کابل مرکزي اطفائيه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ذکريا د خپلې ترور له لور نجيبې سره چې د کلي نه راغلې و، د سيمې په ښار ګوټي کې دځان لپاره سودا اخيستل، چې ناڅاپه يې د اطفائيې (اور وژنې) موټرونه وليدل چې پر سړک ګړندي روان وو. نجيبه د اطفائيې د موټرو په ليدو حيرانه شوه او ذکريا ته يې وويل چې زموږ د سيمې موټرونه او امبولانسونه خو داډول نه دي. دوکاندار نجيبې ته وويل چې دا د اطفائيې موټر دی. نجيبې د اطفائيې په باب له ذکريا څخه پوښتنه وکړه، خو ذکريا هم په دې هکله معلومات نه درلودل، دوی په همدې خبرو لګياوو چې، په دې وخت کې يې ګاډيوانې ته پام شو. دوی دواړه ګاډيوانې ته ورغلل اوله هغې څخه يې د اطفائيې په هکله معلومات وغوښتل، ګاډيوانې وويل چې لومړى راشئ دلته له يو څو ماشومانو څخه پوښتنه وکړو چې، هغوى اطفائيه پېژنې کنه؟
يوې نجلۍ چې زاهده نومېده وويل چې، هو زه اطفائيه پېژنم، زموږ په کوڅه کې يو کور اور اخيستى و، بيا اطفائيه راغله او هغه اور يې مړ کړ. بل ماشوم چې بصير نومېده وويل: ”ما اطفائيه ليدلې، موټر يې سور رنګ لري. تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان په جادويي ګاډۍ کې سپاره او د اطفائيې پر لور روان شول. ماشومانو له ګاډيوانې څخه وپوښتل چې اطفائيه څه مانا لري، څه وخت جوړه شوې او اور څه ډول وژني؟ ګاډيوانې ورته وويل چې، دا پوښتنې به هلته د اطفائيې له چارواکو څخه وکړو. ګاډيوانې جادويي ګاډۍ د کابل ولايت په پښتونستان څلور لاري کې د مرکزي اطفائيې مخ ته راکښته کړه او ټول په ګډه د اطفائيې سور رنګه دفتر ته ورغلل. ګاډيوانې ماشومان د اطفائيې د نظارت امر يارمحمد خان خواته وروستل. داچې اطفائيه څه مانا لري يار محمد خان وويل: ” اطفائيه اور د فع کولو يا اور وژلو ته وايي.
په افغانستان کې په (١٩١٩) م کال کې، ياني د شاه امان الله خان په وخت کې اطفائيه جوړه شوه. نجيبې له امر صيب څخه و پوښتل چې اطفائيه څه ارزښت لري؟ يار محمد خان وويل چې اطفائيه د خلکو مال له اور څخه ژغوري او اور مهار کوي. تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان د اطفائيې د تعليم او تربيې څانګې ته ورغلل. تر روغ بړ وروسته ذکريا ددغې څانګې له مسئول احمد صياد څخه وپوښتل چې اطفائيه څه دندې لري؟ هغه وويل چې، اطفائيه په عمومي توګه درې اساسي دندې لري: ”لومړی د خلکو ژغورل، دوهم د خلکو د مال ژغورل او دريم ټولنيز خدمتونه. داچې اور په څه ډول وژل کېږي، ښاغلى صياد زياته کړه: د لرګيو، مالوچو اونورو اور په اوبو وژل کېږي. د روغنياتو اور بيا په فوم باندې مړکوو. فوم يو ډول مواد دي چې موږ ترې استفاده کوو. زموږ کارکوونکي د اور وژلو لپاره ځانګړې جامې او وسايل لري، چې په هره پېښه کې ترې ګټه اخلي“.
ذکريا و پوښتل چې تاسو د اور له لګېدلو څخه څنګه خبرېږئ؟ صياد صيب وويل چې، خلک موږ ته زنګ وهي، کله چې موږ ښه مطمئن شولو، بيا زنګ وهو او ټول لاس په کار کېږو. دا چې ولې دې دفتر ته مرکزي اطفائيه ويل کېږي، صياد صاحب وويل چې، دا د افغانستان د ټولو اطفائيو مرکزي دفتر دى. ماشومانو وغوښتل چې د دوى په مخکې دي د خطر زنګ ووهي چې دوی هرڅه په خپلو سترګو وويني ښاغلى صياد هم دغه خبره ومنل او د خطر زنګ يې وواهه. له دې سره سم عسکر او د اطفائيې ټول موټر تيارشول. نجيبې له يوه موټروان څخه پوښتنه وکړه چې د اطفائيې د موټر زنګ يا الارم ولي په لار کې پرله پسې چالان پرېږدئ؟ موټروان وويل: ”د دې لپاره چې خلک زموږ موټرونو ته لاره ورکړي چې ژر د اور سيمې ته ورسېږو“. تر دې وروسته ماشومانو او ګاډيوانې د اطفائيې له چارواکو سره خداى پاماني وکړه او روان شول. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||