|
څېرې او سيمې: انځوروونکي لاسونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نسيم او وږمه يو انځورکې يو لاس وينې چې دنګريزو ګلان پرې جوړشوي ،وايي ګوندې يو څوک وای چې دې ته يې هم دنکريزوګلان جوړکړي وای. ګاډيوانه ترور راځي جادويي ګاډۍ کې نسيم او وږمه دمرجانې ليدو ته بيايي ،ګاډۍ الوځي، نسيم پوښتنه کوي : مرجانه څو کلنه ده او چېرته اوسيږي؟ ګاډيوانه وايي: "مرجانه لس کلنه ده پېښور کې اوسيږي." وږمه وايي : مرجانه پاکستانۍ ده؟ ګاډيوانه وايي:" نه افغانه ده ، خپلې کورنۍ سره پۀ پېښور کې اوسيږي." ګاډۍ دپېښوردحيات اباد پۀ خيبر پارک کې کښته کيږي. مرجانه لۀ خپلې نيا يا مور سره پۀ نوموړي پارک کې د انجونو پر لاسونو دنکريزو ګلان جوړوي. دوئ ويني چې مرجانه د يوې ا نجلۍ پۀ ورغويي ګلان اچوي، خواته يې ورځي ترستړي مشي وروسته ترې پوښتې چې څۀ ډول يې د نکريز ګلان اچول زده کړي؟ مرجانه وايي: "ما پۀ ښونځي کې لۀ خپلو خورلڼو نه دا کار زده کړی." نسيم لۀ مرجانې پوښتنه کوي چې څويم ټولګي کې ده؟ مرجانه وايي:" پۀ درېيم ټولکي کې زده کړه کوي." ګاډيوانه ترې پوښتي چې څۀ ډول يې پۀ دې پارک کې دا کار پيل کړ؟ مرجانه وايي: "يوه ورځ خپلې نيا سره دې پارک ته راغلم ، ځينو انجونو دپيسوپۀ بدل کې د جنوکيو پۀ لاسونود نکريزوګلان جوړول ، ما هم دا کار پيل کړ ." د مرجانې انا وايي:" مرجانه پۀ کورکې درس وايي ډېره نازولې ده لږ کار کوي، او دا ګلان اچول يې هم زما پۀ لاسونو زده کړي." ګاډيوانه وايي:" مرجانې لۀ ډېر زيار وروسته ښۀ ګلان اچول زده کړل،کړل، په پيسويې د ښونځي او کورس فيس ورکوي ، ځان ته قلم، کتابچې رانيسي." مرجانه وايي:" د نکريز ګلانواچولوراسره پۀ ښوونځي کې درسمونو پۀ اچولو کې ډېره مرسته کړې رسم مې تر پخوا ډېر ښه شوی." يوه نجلۍ راځي پر لاسونو د نکريزو ګلان اچوي. وږمې ترې و پوښتل: ولې پۀ بل چاګلان نۀ اچوئ؟ نجلۍ وايي:" مرجانه مې ملګرې هم ده او ښکلي ګلان راته اچوي."
مرجانه وايي: "زه ديو شی لۀ مخې هم ګلان اچولی شم او د خپل ذهن نه هم." مرجانې وږمې ته هم پۀ لاس يو ښکلی ګل جوړګړ وږمه هم خوشاله شوه. مرجانه او وږمه په پارک کې رسۍ لوبه ريسمان بازي) کوي ، مرجانه وايي:" نسيم ،وږمه او ګاډيوانه مرجانې سره پۀ مخه ښه کوي اوخپرونه پای ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||