BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:52 گرينويچ 2008 ,25 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: خامک ګنډونکې نجلۍ

قرص دوزي خامک

دمينې له عابد نه وپوښتل چې دا خولۍ دي له کومه کړې ده ؟ عابد وويل چې، دا مې پلار له مزار شريف څخه را وړې ده، مور مې ويل چې دې خامک ته قرص دوزي وايي.

د مينې دعابد خامکي خولۍ ډېره خوښه شوه او وه يې ويل چې، کاشکې مې داسي يوڅوک پېژندلای چې ماهم دا ډول خامک ځنې زده کړی وای.

عابد وويل چې ددې خامک زده کړه داسي اسان کار نه دی. مينه په ژورسوچ کې ډوبه شوه چې، په دې وخت کې ګاډيوانه ترورله خپلې جادويي ګاډۍ سره راغله.

ګاډيواني وويل، ماته يوه نجلۍ رامعلومه ده چې دا ډول خامک کولای شي.

ماشومانو ګاډيوانې ته وويل چې، موږ ددغې نجلۍ ليدوته بوزه . ګاډيوانې هم ورسره ومنل او ټول په ګډه په جادويي ګاډۍ کې د هغې نجلۍ دکور خواته روان شول.

په هواکې ماشومانو له ګاډيوانې څخه وپوښتل چې دا نجلۍ څه نومېږي؟ ګاډيوانې وويل چې، نوم يې (هما) ده او د کابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې اوسېږي .

قرص دوزي خامک په سرتختي، خولۍ، چپنه ، کميس او داسې نورو کې کاريږي.

ګاډيوانې ګاډۍ د هما دکور ترڅنګه راکښته کړه. ماشومانو د قر باغ ولسولۍ له ښار ګوټي او روغتونه ياودنه وکړه اوبيا د هما کره ولاړل.

تر روغ بړ وروسته يوه ماشوم وپوښتل چې هما جانې قرص دوزي دي څنګه زده کړه؟ هماوويل :” زه په (١٢) کلنۍ کې مزارشريف ته ولاړم، هلته مې له يوې مېرمنې څخه زده کړه.

مينې وويل چې، زه هم دغسي خامک زده کولای شم؟ هما وويل چې، هو، دومره سخت کار نه دی، هرڅوک چې مينه ورسره و لري او کوښښ وکړي، زده کولای يې شي.

بياعابد پوښتنه وکړه چې، دغه ډول خامک په څه شي کې کارېږي ؟ هما وويل چې، سرتختي، خولۍ، چپنه ، کميس او داسې نور.

داچې دې ډول خامک ته کوم شيان په کارېږي، هما وويل : ” دبخمل ټوکر، ګلابتون تار، مرۍ اويو ډول ځانګړې ګارخانه ( کارګاه ) غواړي.

مينې د هما مور ته وويل چې هما له تاسره دکور په کارونوکې مرسته کوي کنه؟ د هما مور وويل چې هو! هما د کور په کارونوکې پو ره ونډه اخلي.

بياهما ګاډيوانه او ماشومان يوې بلې کوټې ته بوتلل چې.

هلته د هما څوخورلڼې په لوبو بوختې وې. مينې د هماد ماما له لور( سونم ) څخه وپوښتل چې هماڅنګه نجلۍ ده؟

خامک
دا ډول لاسي ګنډنه د بخمل ټوکر، ګلابتون تار، مرۍ اويو ډول کارګاه غواړي.

سونم وويل: ” هما مهربانه او صميمي نجلۍ ده، زما ډېر ساعت ورسره تېرېږي“ . عابد له هما څخه وپوښتل چې، ته دې له خورلڼوسره کومې لوبې کوې؟

هما وويل چې، ګاټي کوو، شعرونه او سندرې وايو او ټوکې کوو.

مينې وويل چې خلکوته خامک په بيه کوې اوکه وړيا؟ هما وويل:” په بيه يې خامک کوم، چې له دې کسب څخه يوڅه پيسې ترلاسه کړم“.

تر دې وروسته ګاډيوانې او ماشومانو له هما دوی سره خدای پاماني وکړه او خپرونه پای ته ورسېده.

د فلم لوبغاړیڅېرې اوسيمې
د فلم لوبغاړی
نصيبهڅېرې او سيمې
کيسه ليکونکې نجلۍ
د مرکزي اطفائيې کار کوونکيڅېرې اوسيمې: د کابل مرکزي اطفائيه
د کابل مرکزي اطفائيه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارتڅېرې اوسيمې:
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت
صديقه ترکمنه سندرغاړېڅېرې اوسيمې
ترکمنه سندرغاړې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>