BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:43 گرينويچ 2008 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: د فلم لوبغاړی
د فلم لوبغاړی

کريم، نبي اوليلا يو افغاني فلم کوت، ناڅاپه برېښنا ولاړه چې، ټولوته درد ورغی. دوی لا په خبرو لګيا وو چې، ګاډيوانه ترور راغله .

ګاډيوانې د هغوی د خواشينۍ علت وپوښت. ګاډيوانې د فلم دسي ډي پر پوښ باندې دفلم ديوه هلک په ليدو وويل چې، داهلک نصير نومېږي، زه يې پېژنم.

خپرونه له دې ځايه واوری!

ماشومانوګاډيوانې ته وويل چې موږ ددغه هلک ليدوته بوزه. ګاډيوانې هم ومنله اوله ماشومانوسره په جادويي ګاډۍ کې دنصير دکور پر خوا روانه شوه .

يوه ماشوم وويل چې دنصيرکور چېري دی ؟ګاډيوانې وويل چې کور يې دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې دی.

دوی همداخبره کوله چې ګاډيوانې ګاډۍ دنصير دکور مخ ته راکښته کړه او د هغه کورته ورغلل.

نصېر هغوی دمېلمنو کوټې ته بوتلل اوبيا وروسته ماشومانو له هغه څخه پوښتنې پيل کړې. نبي وويل چې لومړی فلم دي کوم يو دی او تا پکې کوم رول لوبولی دی؟

نصير وويل چې زما لومړنی فلم ( وعده ) نومېږي او زه دهماغه فلم هلک وم. کريم وپوښتل چې د فلم ليدل څه ګټې لرې؟

 ښوونځي ته ځم او د تکواندو سپورټ کوم. دخپلو ټولو کارونو لپاره مهالوېش ( تقسيم اوقات ) هم لرم.

نصير وويل، ځينې فلمونه ډير ښه پيغامونه لري چې، سړی ډېرڅه ترې زده کولای شي. يوه ماشوم وپوښتل چې له تمثيل سره دي څنګه مينه پيداشوه؟

نصير وويل چې زما ورور په فلمونو کې کار کوي، ما چې به د هغه فلمونه ليدل نو ډېر به مې خوښېدل، هغه و چې زما هم ورو ورو په فلمونوکې له کار کولو سره مينه پيداشوه.

يوه ماشوم وپوښتل، هرڅوک کولای شي چې، په فلمونوکې کار وکړي؟ نصير وويل، هو،، خوپه دې شرط چې مينه ور سره ولري او زيار وباسي.

يوه ماشوم وپوښتل چې، ستاسره څوک مرسته کوي؟ نصير وويل چې زما سره مې ورور مرسته کوي.

ليلاوويل، په لومړي وار چې، کېمرې ته ودرېدې، څه ډول وې؟ نصير وويل چې، ډېر وارخطاوم خو وروسته ښه شوم . يوه ماشوم وپوښتل چې نور کوم کارونه کوې؟

وويل چې، ښوونځي ته ځم او د تکواندو سپورټ کوم.

د نصير ورور محمدظاهر وويل چې، نصير دخپلو ټولو کارونو لپاره مهالوېش ( تقسيم اوقات ) لري.

 نصير
زما ورور په فلمونو کې کار کوي، هغه و چې زما هم په فلمونوکې له کار کولو سره مينه پيداشوه

ورورسته ګاډيوانه او ماشومان د نصير دوی د سپورټ کلب ته ولاړل، هلته د کلب استاد د نصير په هکله وويل:

” پنځه، شپږ مياشتې کېږي چې نصير دلته تکواندو کوي او اوس يې کافي وده کړې ده“.
بيا ګاډيوانې اوماشومانوله نصير دوی څخه اجازه واخيستل او ورڅخه روان شول چې خپرونه هم پای ته ورسېده .

نصيبهڅېرې او سيمې
کيسه ليکونکې نجلۍ
د مرکزي اطفائيې کار کوونکيڅېرې اوسيمې: د کابل مرکزي اطفائيه
د کابل مرکزي اطفائيه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارتڅېرې اوسيمې:
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت
صديقه ترکمنه سندرغاړېڅېرې اوسيمې
ترکمنه سندرغاړې
ګل چرن سينګ څېرې او سيمې
ګل چرن سينګ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>