عتيق او حفيظ د کلي په وياله کې لامبل ،اوبه خړې وې. ويي ويل کاشکې مو په کلي کې د لامبو حوض وای . همدا وخت ګاډيوانه ترور له جادويي ګاډۍ سره راغله. ماشومانو خپل آرمان هغې ته څرګند کړ . ګاډيوانې هغوئ اونوريه ګاډۍ ته جګ کړل او روان شول. ماشومانو وپوښتل : موږ چېرته بيايې؟ ګاډيوانې وويل : د بلخ ولايت د خلم دولسولۍ د جهان نما بڼ ته . کله چې ګاډۍ هلته ښکته شوه . ددوئ پام د خلکوګڼې ګوڼې ، لوړو ديوالونو او سمسورتيا ته شو. حفيظ پکې حوض وليداوله يو ماشوم سره يې خبرې پيل کړې. مصطفي وويل "د هاغه غره بيخ کې مې کلی دی . يوازې په رخصتيوکې دلته راځم" يوې مېرمنې وويل "د مزار شريف نه راغلي يو". دا وخت د بلخ ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ رئيس صالح محمد خليق راغی اوويې ويل "دا تاريخي باغ اوماڼۍداميرعبدالرحمن خان په وخت کې په (60) جريبه ځمکه کې جوړشوی . ځکه يې جهان نما بولي چې د خلم ولسوالۍ ډيرې سيمې ترې ښکارې" ګاډيوانې وويل ، عبدالرحمن خان تقربيآ (130) کاله پخوا د افغانستان پاچا و . ماشومان ماڼۍ ته لاړل .  | | | کله چې ګاډۍ هلته ښکته شوه د دوئ پام ددغه باغ سمسورتيا او حوض ته شو |
هلته دکتابتون مسؤل فيض محمـد وويل "دا کتابتون په 1336) کال کې جوړ شوی " په المارۍ کې دلوښو په باب يې وويل "که څه هم دا لوښې ټوټی ټوټې دي خو تاريخي ارزښت لري." د خلکو په هکله يې وويل " تر نورو ورځو په رخصتيوکې ډېرخلک راځي " ورورسته ماشومان د حوض خواته لاړل چې ولامبي . خو ګاډيوانې وويل چې لومړی زما خبرې ته غوږ کېدئ بيا ولامبئ او وروسته به بېرته کورونو ته لاړشو . هغې وويل هر څه چې مو د جهان نما بڼ په هکله زده کړل خپلو نورو ملګرو ته يې هم ووايئ او که چېرې د همداسې نورو ځايونو په هکله معلومات لرئ هغه هم يو بل ته ووايئ . |