BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:04 گرينويچ 2008 ,01 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: ترکمن سندر غاړی

ګاډيوانه ترور او کوچنيان

قيس سندره ويله، ملالۍ راغله و يې وويل:" ، ته هم سندرې وايئ، يو وادۀ ته تللې وم، زموږ يو همزولي سندر غاړي داسې سندرې ويلې چې څه درته ووايم."

ناببره کومې خوانه ګاډيوانه ترور راغله، ويې ويل:" ما ستاسو خبرې واوريدې، ماته داسې يو هلک مالوم دی، چې پۀ پېنځه شپږو ژبو سندرې وايي.

زه يوۀ وادۀ ته بلل شوې يم، هماغه هلک پۀ کې سندرې وايي ، در ځئ چې ټول و لا ړشو.".ماشومان جادويي ګاډۍ ته ورپورته شول اوروان شول.

ماشومانو پو ښتنې وکړې، چې ددې هلک نوم څه دی ، چېرته اوسيږي، اوپۀ کومو ژبو سندرې وايي؟

ترکمن سندر غاړی
نقيب الله قريشي پۀ پښتو، ازبېکي ، دري ، هندي او ترکمني ژبو سندرې ويلی شي

ګاډيوانې وويل:" نوم يې نقيب الله قريشي دی، د شبرغان پۀ ښار کې اوسيږي،

پۀ پښتو، ازبېکي،دري، هندي او ترکمني ژبو سندرې ويلی شي. ګاډيوانې ګاډۍ،پۀ شبرغان کې د ددولتي هوټل پۀ انګړ کې کښته کړه.

قيس او ملالۍ پۀ هوټل کې وادۀ ته راغلومحمد امين او مريمې نه پوښتنه وکړه:" تاسو نقيب الله قريشي پېژنئ؟مريمې وويل:

" هو پېژنويې، ښۀ سندرغاړی دی." محمد امين وويل:" نقيب الله ډېر ښه ترکمن سندر غاړی دی ." ګاډيوانه او ماشومان د نقيب الله خواته ورغلل، روغبړ يې ورسره وکړ،

ماشومانو ترې پوښتنه وکړه، چې لۀ څه وخت راهيسې سندرې وايي؟ نقيب الله وويل:" دوه نيم کاله به کيږي. پۀ پاکستان کې مې لۀ سندرو سره مينه پيدا شوه ،

بياچې هېواد ته راغلم سندرې ويل مې پيل کړې. اوس کاسيو او آرمونيه وهل مې هم زده کړيدي." ملالۍ پوښتنه وکړه:" د خلکو تر تاثير لاندې نۀ راځئ ؟ نقيب الله وويل:

ترکمن سندرغاړی
دسندرو ويلوترڅنګ ښونځی لولم، د مو سيقۍ تمرين، د کور کارونه ،سپورت او لوبې هم کوم

" پۀ پيل کې ډېرتر تاثير لاندې راتللم، خو بيا وروسته ښۀ شوم ،اول ځل مې يوه هندي سندره وويله ."

له سندروويلوسره سره ، ښونځي او کورسونو ته ورځم، د مو سيقۍ تمرين ،د کور کارونه ،سپورت او لوبې هم کوم."

تر دې ورور سته ګاډيوانې او ماشومانو لۀ نقيب الله نه اجازه واخېسته ولاړل او خپرونه هم پای ته ورسېده.

کابل پو هنتونڅېرې اوسيمې
کابل پو هنتون
انځوروونکي لاسونهڅېرې او سيمې
انځوروونکي لاسونه
قرص دوزي خامکڅېرې اوسيمې
خامک ګنډونکې نجلۍ
د فلم لوبغاړیڅېرې اوسيمې
د فلم لوبغاړی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>