BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:55 گرينويچ 2008 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: پلخشتي جومات

پلخشتي جومات
پلخشتي جومات پۀ لومړۍ هجري پېړۍ کې جوړشو، خووروسته څو-څو ځله بيا رغېدلی دی.
اجمل او ليلا په سلګون لوټ کې د پلخشتي جومات انځور وليده خو په دې پوی نۀ شول، چې دا د کوم جومات دی. دوی پۀ خبروبوخت ول ، چې ګاډيوانه ترور راغله.

ګاډيوانې دوی ته وويل:" ګاډۍ ته ور پورته شئ چې همدغه ځای ته مو بوځم". ماشومان ګاډۍ ته ورپورته شول پوښتنه يې وکړه: د دې جومات نوم څۀ شی دی اوچېرته دی.؟

ګاډيوانې وويل:"دا جومات پلخشتي نومېږي اوپۀ کابل ښارکې د فروشګاه او سرچوک ترمنځ سيمه کې جوړشويدی". ګاډيوانې ګاډۍ د پلخشتي جومات څنګ ته کوزه کړه.

ماشومانوته يې وويل:" تاسو جومات ته ورشئ خلکوسره به خبرې هم وکړئ ، زه دلته کار لرم هلته ځم بيا به بېرته ګډ ولاړ شو".

ماشومان هم جومات ته دننه ورغلل، د جومات دښکلا، يو ې لوړې منارې او ګنبدې پۀ ليدلوحيران شول.

اجمل د جومات د جوړېدو د نېټې پۀ اړه دحج اواوقا فو وزارت يو تن چارواکي مولوي عبدالما لک حميدي څخه، چې د لمانخه لپاره راغلی و، پوښتنه وکړه.

پلخشتي جومات
څو تنه لمونځغاړي په پلخشتي جومات کې د عبادت کولو په حال کې ليدل کېږي.

حميدي وويل:" پلخشتي جومات لومړی ځل پۀ لومړۍ هجري پېړۍ کې جوړشوی و، خوبيا راوروسته څو-څو ځله ددې جومات بيا رغونه شوېده.

دا جومات پر يو جريب ځمکه جوړشويدی، مناره يې دوه شپېته متره او ګنبده يې اتلس متره لو ړه ده". ماشومان جو مات ته دننه شول.

د ماشومانواو ځوانانو غږونه يې واورېدل، چې سبق يې وايۀ دوی يې خواته ورغلل. لۀ اقبال نبي او عبدالحق سره يې خبر ې وکړې،اقبال نبي وويل:

" موږ دلته د قران کريم حفظ لپاره راځو، ما ټول قرانکريم او عبدالحق (١٤ ) سيپارې حفظ کړېدي".

ماشومانو د جومات لۀ امام نه پو ښتنه وکړه چې : پۀ دې جومات کې څو تنه کارکوي؟

د جومات امام وويل:" يو امام، يو خطيب، يو موذن او لس تنه خادمان، پۀ دې جومات کې دنده لري، چې د حج او او قافو وزارت ورته تنخوا ورکوي".

پلخشتي جومات
پۀ پلخشتي جومات کې يو امام، يو خطيب، يو موذن او لس تنه خادمان، دنده لري.

ماشومانو پوښتنه وکړه چې: ولې دې جومات ته پلخشتي وايي او ولې پۀ دې سيمه کې جوړ شويدی؟ دجومات امام وويل:

" ځکه چې دکابل د پخواني ښار مرکز همدغه سيمه کې و نو ځکه يې دلته جوړکړيدی، اوددې جومات مخې ته پرسيند له خښتو جوړ شوی پول و،

داجومات دهماغه پلۀ پۀ نامۀ ونومول شواوس ورته پلخشتي جومات وايي". تر دې وروسته ماشومان ګاډيوانې خواته ورغلل اوبېرته خپلې سيمې ته ولاړل.

ترکمن سندر غاړیڅېرې اوسيمې
ترکمن سندر غاړی
کابل پو هنتونڅېرې اوسيمې
کابل پو هنتون
انځوروونکي لاسونهڅېرې او سيمې
انځوروونکي لاسونه
قرص دوزي خامکڅېرې اوسيمې
خامک ګنډونکې نجلۍ
د فلم لوبغاړیڅېرې اوسيمې
د فلم لوبغاړی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>