|
څېرې اوسيمې: دفارم هډې پارک | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
آرزو او ذکي دکور مخ ته لوبې کولې، خو د خاورو او دوړو د لاسه په عذاب وو. ذکي وويل چې کاشکې دلته د لوبو لپاره سم ځای وای . په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله . ماشومانو خپله غوښتنه ورسره شريکه کړه .ګاډيوانې وويل : خواشيني کېږئ مه. زه به مو نن يو ډېر ښه پارک ته بوځم . ماشومان په خوشحالۍ ګاډۍ ته ختل چې نجيبه راغله او په ګډه د پارک په لور روان شول.ماشومانوله ګاډيوانې وپوښتل چې موږ چېرته بيايې؟ هغې وويل دجلال آباد ښار د فارمې هډې پارک ته ځو.تر لږې شېبې ورورسته جادويي ګاډۍ ښکته شوه . د پارک په ليدو ماشومان ډېر خوشحاله شول . هغوئ د هاغه ځای له ماشومانو سره خبرې پيل کړې. يوې جنۍ وويل:" زه مې له ورور سره هر وخت دې پارت ته راځم".يو بل هلک چې له فاميليو نه راغلی و وويل: " دې پارک کې نه د موټرو خطر شته او نه خاورې او دوړې شته " نجيبې لاس اوږد کړ چې ګل وشکوي خويو وړوکي هلک پرې نۀ ښودله . کله چې نجيبې علت وپوښت هلک وويل: "هر څوک چې يو يو ګل وشکوي نو څه پاتې کېږي" ګاډيوانې د هلک خبرې تائيد کړې . ماشومانو وپوښتل چې ولې دې ته د هډې پارک وايي او څه وخت جوړ شوی دی ؟ د فارم امر انورالحق وويل " ځکه ورته د هډې پارک وايي چې د فارم هډې په سيمه کې جوړشوی. د ا پارک شاوخوا (24) جريبه ځمکه کې جوړ شوی" وروسته ذکي له يو ماشوم نه پو ښتنه وکړه چې دلته له کومو ځايونو نه خلک راځي؟ ماشوم وويل:" له ټول ننګراهار نه "
ماشومان او ګاډيوانه د پارک باغوان ته ورغلل او ويې پوښتل چې دلته د ګلانو څو بوټي دي ؟ باغوان وويل " شاوخا لس زره بوټي شته .خو ډېر يې د ګلابو دي." وروسته ماشومان هلته يو دکان ته لاړل چې ډېر ځوانکيان پرې راټول وو. له دکاندارنه يې وپوښتل چې دا پارک تا ته څه ګټه لري؟ دکاندار وويل: " ما ته ډېره ګټه لري،يو ورځ پس دکان ته سودا راوړم او ټوله خرڅېږي |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||