BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: چاکلېټ

د چاکلېټ پخولو دېګ
دچاکلېټو موادوته ١٢٠ درجې تودوخه ورکول کيږي ترڅو چاکلېټ تيار شي.
فهيم تروم وواهه، پرده دار حاضرشو، بيا دواړو په ګډه پردې ته شعر وواېه اوپرده لرې شوه، ترشا يې يو غټ او حيرانونکی چاکلېټ وليد.

هلته زرغونه، شريف او مرضيه ولاړ وو. ټولوچاکلېټ ته په حيرانۍ کتل. ناڅاپه ورته پوښتنه پيدا شوه چې چاکلېټ له څه شي جوړېږي؟

فهيم او پرده دار نږدې ورغلل، ماشومانو خپله اندېښنه پرده دار ته څرګنده کړه.

دپرده دارد جادويي شپېلۍ په غږولو ټول د هرات دچاکلېټ جوړولو يوې فابريکې ته ورسېدل، او له يوکس نه، چې چاکلېټ يې پخول دچاکلېټوجوړولو په اړه وپوښتل.

هغه وويل: "په چاکلېټو کې وچې شېدې، غوړ، اوبه، بوره او اسانس چې يو ډول جوهر دی ګډوو چی چاکلېټو ته د بېلابېلو ميوو خوند ورکوي.

دچاکلېټو مواد دجوش په وخت کې د مستو په اندازه اوبلن وي چې١٢٠ درجې تودوخه ورکول کيږي او د اېشولو نه وروسته يې په دوه پوړه مېز اچوو چې ساړۀ شي.

چاکلېټ په ټوکريو کې
په چاکلېټو کې د پېچکارۍ په مرسته مربا او شات ور داخلوي او بيا يې په ماشين پوښوي.

په لاندې پوړ کې يې اوبه او په لوړ پوړ کې يې د چاکليټو مواد وي.

چې مواد ساړه شول کلکيږي بيا د پېچکارۍ په مرسته په کی مغزيات، مربا او شات ور داخلوو او بيا يې په ماشين پوښوو.

نوموړي وويل: "که له چاکلېټو سره جامدغوړي يوځای شي نو نه کلک او نه ډير نرم راځي خو که غوړي اوبلن وي نو چاکلېټ ډېر نرم وي".

په فابريکه کې څو ګرمخانې دي چې په ژمي کې دچاکلېټواېشول شوي مواد دڅلورو ورځو يا ٩٦ساعتو لپاره ساتي چې کلک نشي.

دسترګې عکسد اسراروپرده
دسترګې عکس
چرګوړيد اسرارو پرده
چرګوړي
 رنګ شوې تيږې د اسرارو پرده:
رنګ شوې تيږې
د اسراو پرده : زخه: محمد عارف لوديند اسراو پرده
زخه
کنګل ( يخی )د اسراو پرده
کنګل ( يخی )
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>