|
د اسرارو پرده: چرګوړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګلناره او فوزيه په انګړ کې وې چې فهيم راغی. هغوئ غوښتل چې پټپټونی وکړي . نجونې په کوټه کې پټې شوې. هلته يې چرګه په هګيو ناسته وليدله. پوښتنه ورته پيدا شوه.چې په هګيو کې څنګه چرګوړی جوړيږي؟ فهيم تروم وواهه او پرده دار راغی. دوئ ورته ستونزه وويله. پرده دار اکا پرده لېرې کړه. هاخوا د يوکلي په ميداني کې ګڼ شمير ماشومانو لوبې کولې.دوئ وړاندې ورغلل.ماشومان يې وپوښتل چې هګۍ څنګه په چرګوړي بدليږي؟ يو ماشوم وويل چې چرګه يې ښوروي بل وويل په شلو ورځوکې هګۍ چرګوړی کيږي. پرده داروويل چې هګۍله اتلسونه تريوويشت ورځو پورې په چرګوړو بدليږي. بيايې يوه هګۍ له چپنې راوباسله او ماته يې کړه. ماشومانو وليدل چې هګۍ له څلورو برخو نه جوړه شوې ، پوټکی ، نرۍ سپينه پرده، دهګۍ سپين او د هګۍ زيړ. وروسته پرده داردوئ يوکور ته بوتلل. هلته هغوئ څلورچرګې په مختلفو وختونو کې په هګيو کېنولې وې.بيا يې يوه جادويي هينداره راوباسله او هګيوته يې ونيوله. هغوئ دهګيو منځ په سترګو وليد. پرده دار وويل چې چرګه هګۍ دانسان دوجودد تودوخې په اندازه تودې ساتي. ويې ليدل چې په هغوهګيوکې چې درې ورځې پرې تيرې وې. دوينوليکې ښکاريدې .د بلې چرګې په هګيو کې چې لس ورځينۍ وې دا وينې په غوښه بدلې شوې وې.
پر ده دار وويل کله چې دا غوښه دشفتالودزړي په اندازه شي نو دچرګوړي نورغړي جوړيږي. دبلې چرګې په هګيو کې چې له لسونه ډيرې ورځې پرې تيرې وې دچرګوړي نورغړي جوړ شوي وو. په بلې چې شل ورځې تيرې وې چرګوړي دهګۍ دغټې خوا په ټونګه وهلو پيل وکړ.هګۍ يې ماته کړه او راووت ،فوزيې دوۍ دچرګوړي په ليدو ډير خوښ شول. ماشومان خوشحاله شول.چې په دې خبره وپوهيدل چې هګۍ څنګه په چر ګوړي بدليږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||