|
د اسرارو پرده: اوبه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شاپور تروم پو کړ. پرده دارراغی او دپردې ترشاراز يې داسې شی وباله چې پرته له هغه ژوند نه کېږي . شاپور وويل: خواړه دي. خو پرده دارجواب غلط وګاڼه بيا يې کېسۍ وويله: هاغه څه دی چې ځي ځي بېرته نه ګوري ؟ شاپور بيا هم راز ونه موند . پرده دارد پرده لرې کړه. تر شايې شکيبا او شکريې سابه کول او له ګرمۍ نه په عذاب وې. شکريې منډه کړه چې له چينې اوبه وڅښي. شکيبا په ستړيا او خولو کې يخې اوبه څښل تاواني وګڼل. خو شکريې وويل : اوبه چې څومره ډېرې وڅښې ګټه لري.سړی بايد په ګرمۍ کې ډېرې اوبه وڅښي. پرده داراوشاپورنږدې ورغلل.هغه دشکېبا خبرې تائيد کړې او ويې ويل: په ستړيا او خولو کې يخې اوبه څښل په رښتياتاوان لري. خوهرانسان بايد په يوه شپه او ورځ کې دوه ليتره اوبه چې اته ګيلاسه کېږي ضرور وڅښي. وروسته يې له خپلې چپنې جادويي عينکې راو باسلې.او درېواړو ته يې په سترګو کړې. په هلک يې اوبه وڅښلې.ماشومانو ليدل چې اوبو دهلک خوله اوغاښونه دخوړو له ټوټو پاک او له ځان سره يې مرۍ ته ښکته کړې. مرۍ يې هم له مالګو ومينځله او معدې ته روانې شوې وروسته کولمو ته لاړې ، هلته څه اوبه له وينو سره زړه ته لاړې .زړه هغه وينه اواوبه دبدن نورو غړو ته پمپ کړې . په کولمو کې له پاتې اوبو څخه څه اوبه دبدن دوړو سوريو له لارې ووتلې او نورې په تشو بدلې شوې. شکيبا وويل: پس له دې زه هره شېبه اوبه څښم.
خو پرده دار د تندې په وخت داوبوڅښل ګټور وبلل او زياته يې کړه چې ټولې اوبه بيرته دخولو ،ساه ايستو او تشو له لارې خارجېږي. اودجادويي شپېلۍ په مرسته يې چينه په خبرو راوستله. چينې وويل: اوبه انسان له ډيرو مرضونوساتي او پوستکی تازه ساتي ونې بوټي څاروي اوانسانان په اوبو ژوندي دي دانسان بدن چې په (٤)برخو وويشو (٣)برخې يې اوبه دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||