BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:32 گرينويچ 2008 ,25 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: پيوند

يوه ونه دوه رنګه مېوې
هاغه ونې يوبل سره پېوندېږي چې دپاڼو، پوټکي او دتنې غټوالی او لوړوالی يې سره يو ډول وي.
زرمينې له زړه تنګۍ نه تروم وواهه، پرده دار حاضر شو او پرده يې لرې کړه. دپردې تر شا په يو باغ کې يوې ونې دوه ډوله مېوې نيولې وې.

پرده دار وويل چې د الو په ونه کې يې زردالو پېوند کړی دی او پيوند ونه ژر حاصل ته برابروي.

که دمڼې په يوه پوچکه ونه کې د بلې ښې مڼې پيوند ولګول شي نو بل وار د هابلې مڼې په شان غټې اوخوندورې مڼې نيسي.

زرمينې وپوښتل چې ونې څرنګه پيوند اخلي؟ پرده دار ورته دداود کېسه پيل کړه، داود دوئ دمڼو باغ درلود. يوه ورځ يې وليدل چې د ماماونو يې غټې اوډېرې مڼې نيولې دي.

هغه انديښمن شوځکه چې دوئ يوځای مڼې کېنولې وې خو د دوئ ونو يوه يوه دانه پوچکه مڼه نيولې وه. داود چې خپل باغ ته راغی ګوري چې پلار يې ونې پېوندوي.

له هغه نه يې وپوښتل: "داونې څرنګه پيون نيسي؟" پلار يې د يوه باغوان په مرسته معلومات ورکړل چې ونې د جوزا اوسنبلې په مياشتو کې پېونديږي.

په دې مياشتو کې دونې پوټکی له تنې نه ښه بېليږي. خلک ونې درې ډوله پېوندوي، سکنه يې، پونګ اوساقه يي پيوند. خو له پونګ پېوند نه ډيرکاراخلي.

پونګ پيوند
بايد پيوند شوی ځای په موم او يا په پلاستيک پټ شي، که نه نو هوا ورسيږي او وچيږي.

پۀ پونګ پيوندکې تنکۍ لښته پېونديږي او پېوند شوی ځای په خپله دونې په پوټکي، يا پلاستيک اويا په موم پټوي. کنه بيا لمر اوشمال يې وچوي اونه لګيږي.

بيا هم د داود پوښتنه ناځوابه پاتې شوه. بله ورځ هغه انديښمن د پېوند شوې ونې په خواکې کيناست چې په دې وخت کې ونې ورته وويل:

"هاغه ونې يوبل سره پېوندېږي چې دپاڼو، پوټکي اومېوې ډول او دتنې غټوالی او لوړوالی يې سره يو ډول وي.

په يوډول هوا او خاوره کې وشي اودننه په ونو کې چې داوبو او خوړو اخېستو کوم کارونه دي په دواړو کې په يوډول تر سره شي.

هماغه ووچې داود پوه شو چې ونې څرنګه پېوند اخلي او زرمينه هم په دې خبره د داود له کېسې نه وپوهېدله.

کډه کوونکي مارغانداسرارو پرده
کډوالې مرغۍ
د ژاولې پوکاڼۍد اسرارو پرده
ژاولې
تيار شوي چاکلېټداسرارو پرده
چاکلېټ
دسترګې عکسد اسراروپرده
دسترګې عکس
چرګوړيد اسرارو پرده
چرګوړي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>