BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2008 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: کارېز

کارېز
کارېز د ډېرو څاه ګانو د کېندلو څخه مينځ ته راځي.
شازيه چې دماماکره مېلمنه وه تږې وه دترورلوريې سوسنې ورته اوبه ورکړې اوبه خوندورې او رڼې وې. شازيې وپوښتل چې لۀ کومه ځايه يې راوړي؟

سوسنې او صبور وويل چې د کلي لۀ کارېزه يې راوړي. شازيې وپوښتل چې د کارېز او به لۀ کومه کېږي؟

سوسنه او صبور نۀ پوهېدل، ځکه يې تروم وواهۀ او پرده دار د خپلو جادويي کلماتو سره راغی. هغه لۀ ماشومانو سره پردې ته شعر ووايه او پرده لېرې شوه.

هغوئ د پردې تر شا کارېز وليدۀ چې روانې او رڼې اوبۀ يې لرلې. يو شمېر ماشومان کارېز ته پۀ اوبو وړلو پسې راغلي وو.

شازيې، سوسنې او صبور لۀ ماشومانوڅخه پۀ دې هکله وپوښتل چې د کارېز اوبۀ له کومه کېږي؟ يو ماشوم وويل چې د باران او واورو څخه پيدا کېږي.

بل ماشوم وويل چې تر ځمکې لاندې سيندونه دي، د کارېز اوبه د هماغو څخه راځي. ماشومان وويل چې کاشکې يې د کارېز مينځ ليدلی وای!

پرده دار په جادويي کلمو ماشومان د کارېز مينځ ته بوتلل او ماشومان حيران شول. ويې ليدل چې پۀ کارېز کې ډېرې څاه ګانې دي، چې اوبۀ ترې دارې وهي.

پرده دار وويل چې د کارېز اوبۀ د باران او واورو لۀ اوبو څخه، چې ځمکې جذب کړې وي، پيدا کېږي او کارېز د ډېرو څاه ګانو د کېندلو څخه مينځ ته راځي.

کاريز
څا ګانې کنو وروسته بيا صوف وهو چې اوبه لۀ يوې څاه نه بلې ته لاړې شي.

ماشومانو وويل چې د کارېز ديوالونه څومره جګ دي بيا يې وپوښتل چې کارېز څنګه کيندل کېږي؟

پرده دار پۀ جادويي کلماتو هغوئ د يو کارېز کيندونکي څنګ ته بوتلل. هغۀ وويل:" پۀ پيل کې مونږ د سر څاه پۀ نوم څاه کيندو.

وروسته ګورو چې د اوبو بهير کوم لوري ته دی. هماغه لوري ته نورې څاه ګانې کيندو. وروسته ترهغۀ صوف وهو چې اوبه لۀ يوې څاه نه بلې ته لاړې شي.

که ځمکه کلکه وي څاه ګانې نژدې او که پسته وي لېرې کيندو، ځکه چې پۀ پسته ځمکه کې اوبۀ ديوې څاه نه بلې ته ښې ځي."

موبايلداسرارو پرده
موبايل
پتنګداسرارو پرده
پتنګان
د ښاخ پيوندولداسرارو پرده
پيوند
کډه کوونکي مارغانداسرارو پرده
کډوالې مرغۍ
د ژاولې پوکاڼۍد اسرارو پرده
ژاولې
تيار شوي چاکلېټداسرارو پرده
چاکلېټ
دسترګې عکسد اسراروپرده
دسترګې عکس
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>