|
داسرارو پرده: پتنګان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شبنمه اوسميرا سابه کول چې يو طلايي رنګه پتنګ يې وليد، سميراوويل زما په زړه کې دا خبره ګرځي چې د پتنګانو بچي څنګه وي او پتنګان څه خوري؟ شبنمه هم په دې خبره نه پوهيده، نو ځکه پرده دار يې راوغوښت. پرده دار هم پرده لرې کړه، د پردې ترشاه يو له په ګلانو ډک بڼ يې وليد، دوۍ وړاندې ورغلل. دوۍ هلته ديوه ګل په څانګو او پاڼو کې يې زښت ډېر چينچيان وليدل، سميرا په خوابدۍ وويل: "موږ غوښتل د پتنګانو په باب وپوهيږو خو پرده دار چينجيو ته راويستو". پرده دار وويل: "مه وارخطا کيږئ دا جينچي پتنګاونو سره تړاو لري". ماشومان حيران شول او فکر يې وکړ چې ښايي پتنګان همدا چينجي خوري. پرده دار وپوښتل: "پرته له جينچيو په ګل بوټې کې نور کوم شيان وينئ؟" ماشومان يواځې له جينچيونه يادونه کوي.
پرده دار ماشومانو ته جادويي عينکې ورکوي او خپله يې هم په سترګو کوي، دوۍ دګلانو دغوټيو او پاڼو دپاسه سپينې وړې هګۍ و يني. ماشومانو و پوښتل چې دا دڅه شي هګۍ دي؟ پرده دار ويل چې داد پتنګانو هګۍ دي، پتنګان اول هګۍ وي بيا ترې جينچي جوړيږي. بيا په پتنګانو بدليږي." ماشومانو وليدل چې هګۍ بيا وروسته چينجي چې ديوه سانتي مترپه اندازه شي خپل شاوخوا يو پوښ جوړوي او دهغه په منځ کې ژوندکوي. پرده دار وويل: "دا چينجي ګلان او دګلانوپاڼې خوري" بيا يې يو پتنګ په جادو يي شپيلۍ په خبرو راويست. پتنګ وويل: "مونږ دګلانو شيره خورو خو انگور، مالته، کيله ا و د مځکې توت مو ډېر خوښېږي، په سړه هوا کې تودو سيمو ته ځو". پرده دار دپتنګ خبرې تائيدوي او وايي: "ځينې پتنګان تر يو کاله هم ژوندکوي" پتنګ داهم زياتوي: "مونږ ډېر ډولونه لرو يو بل سره دغټوالي اوجنسيت له مخې توپير لرو.
|
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||