نسيمې دتروم تر څنګ يو ليک وليده چې پکې ليکل شوي و: "نن د يو هيبتناک شي له راز نه پرده لرې کېږي."نسيمه وډاره شوه چې ايمل راغی. ايمل تروم وواهه، پرده دار حاضر شواوپرده يې کش کړه، دپردې تر شا يو اورغورځونکی غر راښکاره شو. ايمل غوښتل وړاندې ورشي. پرده دار وويل: "هلته نږدې ورتلل ډېر خطرناکه دی خو زه تاسې داسې ځای ته بيا يم چې داور غورځونکي په اړه په هر څه وپوهيږئ." پرده دار دوۍ د جادويي شپېلۍ په وسيله خپل جادويي کور ته بوتلل. د پرده دار په جادويي کور کې يوه سپينه پرده ځړېدله پرده دار دم ووايه. د پردې پر مخ د مځکې تل راښکاره شو، دمځکې تل ډېر ژور و او هلته زښت ډېر بخار وو او هرڅه چې هلته وه ويلي وه. موادوهڅه کوله چې له تله راووځي. خودوتو لار نه وه. کله چې دامواد وخوټېږي او وښوريږي نو مځکه هم ورسره ښوري او خلک يې زلزله بولي. په دې وخت کې ماشومانو بل غر وليد. دغره په منځ کې دتونل په شان سوړه وه او خوله يې بنده وه، پرده دار وويل: "دغې سوړې ته داتشفشان دودکش وايي، داکله دتونل کله ددووتختوترمنځ ددرزپه ډول وي  |   د اوور غورځوونکي له راوتو وروسته هرڅه چې د اور مخې ته راشي ويلي کوي يې.  |
او دودکش هغه مجرا ته وايي چې اتشفشاني مواد ترې د مځکې سرته راوځي." ماشومانو دلته هم دمځکې په تل کې وليدل چې ويلې مواد دمځکې سرته دراوتو هڅه کوي. څومره چې د مځکې په تل کې بخار او ګازونه ډيرېدل په هماغه اندازه د دوۍ فشار هم ډيرېده په دې وخت کې يې د دودکش تړلې خولې ته انفجار ورکړ. خاورې او تيږې تر ډير لرې ځايونو پورې هرې خواته ګوزارې شوې ورسته لومړ ډېر زيات ګاز او بخار او ورپسې لاوا مواد پۀ ډېر فشار راووتل. د غرۀ د بېخ پۀ لور وخوځېدل، هرڅۀ چې پۀ مخه ورتلل ويلي کول يې. کله چې دا مواد ساړۀ شول نو وړې اوغټې غونډۍ يې جوړې کړې. پرده دار ماشومانو ته وويل چې دې ته اتشفشان وايي خو ټول غرونه اور غورځونکي نلري او له دې سره خپرونه پای ته ورسېده. |