عارفه عمرلور
|  |
زلمي او پلوشې کوچ خوړل ،خو نه پوهېدل چې دومره خوندور کوچ له کومه کيږي؟ پرده دار يې راوغوښت او پرده دار هم پرده لرې کړه. دپردې تر شا دملالۍ مورپه زګ ګړي (مټۍ) کې شړومبې شاربلې. پرده دار اوماشومان د ملالۍ دمورخواته ورغلل اوپه دې اړه يې له هغې وپوښتل. هغې وويل : " کوچ داوزې،غوااو ميږو له شيدو نه تر لاسه کيږي، لمړی شېدې تومنه کوو او ږدو يې چې مستې شي . بله ورځ ګهيځ وختي راوپورته کيږو او شاربو يې." ماشومان پوښتي چې ولې ګهيځ دوخته پاڅيږي ؟ هغې وويل چې په سړه هوا کې کوچ زر تر لاسه کيږي. هغې زياته کړه چې په توده هوا کې کوچ په شړومبو کې ويلې کيږي نو ځکه په مستو باندې دشاربلو په وخت کې وار په وار يخې اوبه شيندي. پرده دار وويل ځيني خلک شړومبې په ژي يا غړکه کې اوځينې زګ ګړي کې او يا هم په منداڼو شاربي . خويواځينی راز چې کوچ ترلاسه کيږي ،هماغه دشړومبو شاربل دي.  | | | لومړی د غوا، مېږو او اوزو شيدې تومنه کوي اوبيايې شاربي چې کوچ ترلاسه شي. |
ماشومانو په جادويي عينکووليدل چې دشړمبو په شاربلو کوچ دوړو مريو په ډول له شيدونه بيليدل بيا يو ځای کيدل اوشړومبوسرته راتلل. دملالۍ مور لاس ومينځه او کوچ يې په لاس راټول کړل اوماشومانوته يې وويل چې هرڅومره ژرژر شړومبې وشاربل شي هماغه شان کوچ هم ژرترلاسه کيږي. ماشومان خوښ شول چې دکوچو په اړه په ډيرو شيانو وپوهيدل.پرده دارهم پرده کش کوي اوخپرونه پای ته رسيږي. |