عارفه عمرلور
|  |
دشيما پام دکور په کونج کې تروم ته واوښت. تروم يې وواهه پرده دارحاضرشو، هغه پرده لرې کړه او دپردې ترشا ملالۍد شکريې د غاړکۍ په باب غږېده. هغوئ نه پوهيدې چې دغاړکۍدا ښکلې دانې به له کومه شوې وي، پدې کې پرده داردوئ ورنږدې شول. پرده دار دم ووايه او دوئ يې دسيندغاړې ته بوتلل. دسيند پر غاړه يې يوه سېپۍوليده. جينکو هغه نه پيژنده. پرده دار ورته وويل چې دا سمندري صدف دی او هغه يې مات کړ، د صدف په منځ کې د غاړکۍ په شان دانې وې. پرده دار وويل:"صدف يوسمندري حيوان دی چې ډېر وخت دسيندونو په غاړوکې اوسي، ډېر نرم دی او دادانې مرغلرې دي چې دصدف په ګېډه کې جوړېږي. نجونو دمرغلرو دښکلا ستاينه وکړه او ويې پوښتل چې دا څرنګه جوړيږي؟ پرده دار هغوئ دجادويي شپيلۍ په وهلو دسيند تل ته بوتلل. دوئ هلته رنګارنګ سيپۍ وليدې چې ټولو يې دنورو حيواناتو له ګواښونو نه دځان ساتنې لپاره ځانونو ته يو ډول پوښونه جوړاو پر سر کړي يې وو.  | | | يوصدف دوو کلونو کې جوړيږي چې تور، سور، زرغون او داسې نور رنګونه لري. |
دوئ دجادويي عينکو په وسيله دسېپيو منځ ليدلی شوای .دوئ وليدل چې دصدفونو په ګېډه کې يو ډول سپين مواد ،چې کلسيم کاربنات نوميدل ،وو. دا مواد له هغو اوبو، شګو او سمندري وړو وړو شيانو سره په منظم ډول يو ځای کيدل چې صدف خوړل، پرده دار وويل چې يوصدف دوو کلونو کې جوړيږي. پرده دار يوداسې صدف ونيوه چې دوه کاله ورباندې تېر شوي وو، دوئ بېرته داوبو سرته راغلل، پرده دار صدف مات کړ، دصدف په منځ کې مرغلرې وې. دغو مرغلرو تور، سور، زرغون او نور ډېر ښايسته رنګونه لرل، پرده دار وويل کب نيوونکي صدفونه نيسي بيا يې مرغلرې کاږي او پۀ زرګرانو يې پلوري. هغه زياته کړه چې زرګران بيا همدغه صدفونه په غاړکيو بنګړيو او نورو زينتي شيانو کې کاروي. |