شبنم يوه ګوتمۍ پيدا کړه خو نه پوهېده چې له څه شي به جوړه شوې وي،دتروم په وهلو يپرده دار راغی چې دشعرترويلو وروسته پرده ليرې شوه. دپردې ترشا نوريې افغاغي ګنډ اغوستی و چې مجيديې د سپينو زرود پاوليو ډيره ستاينه کوله. شبنم پوه شوه چې دهغې ګوتمۍ هم دسپينو زره ده. مجيد له نوريې دسپينو زرو په اړه وپوښتل خونوريې سپين زر نه پېرندل او نه پوهېده چې څرنګه لاسته راځي، پرده دار او شبنم نږدې ورغلل. پرده دار سپين زر يو قيمتي فلز وباله چې نقره يې ورته وايي. وروسته يې په جادويي هنداره کې يو غر وښود چې کارګرانو دسُرنګ په واسطه رارغړاوه. دځينوکاڼوپه منځ ډېرې روښانه او ځلا لرونکي ليکې مالومېدې چې پرده دار هغه سپين زر وبلل اود منتر په ويلو يې دهغې يوه ټوټه په خبرو راوستله.  | | | دسپينوزروکانونه په يونان ،اسپانيا، الما ن، امرېکا، ايران ، هند ، او افغا نستان کې هم شته |
سپينو زرو ويل: " موږ له نجيبه فلزاتو يو چې په غرونوکې پيدا کيږو خو جست اوسرپ هم راسره ګد وي اوله استخراج وروسته مو په بټيوکې بېلوي. زرګران يوڅه مس راسره ګډ او زيورات راځنې جوړوي. کانونه مو په يونان ،اسپانيا، الما ن، امرېکا، ايران ، هند ، تايلنداو دافغانستان په ځينوغرونوکې هم شته. دنري شمال په لګېدو پرده دار ماشومان دوخت پوره کېدوته متوجه کوي او پرده کش کوي . |