BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:29 گرينويچ 2009 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: ولې خاندو؟

خندا

جميل، زرغونې ته يوه ټوکه وويله چې هغې ‌ډېر ورته وخندل او جميل نه يې وپوښتل چې سړی ولې خاندي؟

جميل هم په دې راز پوه نه شو ،دتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت. پرده دار د شعر په ويلو پرده کش کړه.

د پردې ترشا هغوی د يوې دروازې په سرد "خنداښارګوټی" لوحه وليده چې يو شمېر خلک د در وازې په ځای دکړکۍ له لارې ورتلل.

کله چې دخندا دښارګوټي دروازه پرانيستل شوه، زرغونه اوجميل هم دپرده دار اکا سره هلته ورغلل.

هغوی و ليدل چې ټولو خلکو په داسې يوه کس خندل چې دوه رنګه جرا بې يې اغوستې وې.

پرده دار وويل چې دخندېدو رازپه ټوله نړۍ کې يوشان دی خوعوامل اودخلکو خندا ګانې سره توپير لري.

دساري په توګه که چېرې څوک کوم کار په معکوس ډول ترسره کړي، دخلکو دخندا سبب کيږي.

خندا
خندا دوستان زياتوي ،کرکه اوکينه له زړه ليرې کوي خو ډېره لوړه خندا په زړه فشار راوړي.

زرغونې دخندا دګټوپه اړه وپوښتل. يو ماشوم وويل چې خندا عمر زياتوي. پرده دار وويل چې خندا د ناروغيوپه وړاندې دانسان وجود پياوړی کوي.

خندا دوستان زياتوي اوکرکه اوکينه له زړه ليرې کوي خو ډېره لوړه خندا دانسان په زړه فشار راوړي او ورو خندېدل ډېر ګټور دي.

هر روغ انسان ته ښايي چې په ورځ کې 17 ځلې وخاندي. دنري شمال په لګېدو دخپرونې وخت پوره شو او پرده دار هم پرده کش کړه.

خفاشپرده اسرار
خفاش
گل سرشویپرده اسرار
گل سرشوی
مار پرده اسرار
حيوان بی پا
نقرهپرده اسرار
نقره
قصۀ مهتاب پرده اسرار
هفته
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>