BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:52 گرينويچ 2009 ,18 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : آسمان څکالی

آسمان څکالي

زرغونه پرده دار اکاته وايي چې دپردې ترشا يو الوتونکی موږک دی،خو پرده دار هغه ا سما ن څکا لی بولي چې مريم او زرغونه يې هم په تماشا بوخت وي .

زرغونې ويل، هغې اوريدلي چې آسمان څکالی سترګې نه لري ،خو حيرانه وه چې څرنګه په توره شپه کې الوتلی شي.

په بله ورځ پرده دار هغوی ټول دزمري دوی بڼ ته بوتلل. هلته زرغونې وويل چې تېره شپه يې په خوب کې دآسمان څکالی سره خبرې وکړې.

هغه وويل چې ښې غټې سترګي لري خو سم څه ورباندې نه شي لېدلاې، داچې دلمر رڼايې سترګوته زيان رسوي ،دشپې لخواپه خوړو پسې وځي .

دخولې اوپوزې له لارې يو ډول موجونه توليدي چې دخطرله پېښېدو يې خبروي او يو ځانګړی غږ لري چې حيوانات يې ښه اوريدلی شي.

آسمان څکالی
آسمان څکالی کوچنی تي لرونکی حيوان دی چې په يوه شپه کې تر 1000 غوماشې هم خوړلی شي

پرده دار وويل چې آسمان څکالي يواځينی وړوکی تي لرونکی حيوان دی چې په کال کې يو بچی زيږوي.

تېره غاښونه او اوږدې پښې لري چې ځان پرې له ښاخونوځوړندوي .خوراک يې ميوې او حشرا ت دي .

داحيوان په يوه شپه کې تر 1000 دانو مچان اوغوماشې هم خوړلی شي. د نري شمال په لګيدو پرده دار پرده کشوي او ماشومان خپلو کورونو ته ځي.

دسرخاورهداسرارو پرده
دسر خاوره
مارداسرارو پرده
بې پښو حيوان
سپين زرداسرارو پرده
سپين زر
مياشتداسرارو پرده
اونۍ
اورغورځوونکې تيږېداسرارو پرده
اورغورځوونکې تيږې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>