BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:43 گرينويچ 2009 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: د ويښتانوسپينېدل

دويښتانو سپينېدل
دانسان په سر کې له 100 زرو تر 150 زرو ويښتان وي چې هر ويښته له 2 تر 6 کالو عمر لري .
پرده دار له شکريې وپوښتل چې هغه څه دي چې لومړی سپين وي خو دعمر په تېرېدو سپينيږي؟

شکريه پوه نشوه. پرده دار دشعرپه ويلوپرده کش کړه چې تر شايې نسيم دخپل ماما، شاکر،نه د هغه دويښتانودسپينيدو لامل وپوښت.

مامايې وويل چې ددېرش کلنۍ راپد يخوايې ويښتانو په سپينيدو پيل کړی دی او لو مړی يې د شقيقو ويښتان سپين شول.

وروسته يې ورو، ورو د سر نور ويښتان هم سپين شول. شکريې وليدل چې د شاکردسر د ويښتانورېښې د پياز شکل لري.

ويښتان د پوستکي له د لاندې څخه سپين اود پاسه تور دي. پرده دار وويل چې د ويښتا نوسپينېدل دريښې څخه پيل کيږي.

د هر انسان په سر کې په منځنۍ کچه له 100 زرو تر 150 زروپورې ويښتان وي.هر ويښته له 2 تر 6 کالو پورې عمر لري .

تشويش او خپګان د بدن د ويټامينونو کچه راټيټه او ويښتان توييږي چې دا کار هم د ويښتانو د سپينيدو لامل کيږي.

وروسته پرده دار په جادويي هنداره کې يو ويښته په خبرو راووست.هغه دعمر زياتوالی دويښْتانودسپينېدويواځنۍلامل ونه ګاڼه.

دويښتانو سپينېدل
دويښتانوسپينېدل درملنه نلري خو ويښتانوته مساژ ورکول او منظم مينځل ګټور تماميږي.

دنارينه وو ويښتان له 30 کلنۍ اود ښځو له 35 کلنۍ په سپينېدو پيل کوي.له مور او پلار نه هم دويښتانو سپينېدل اولادونوته ميراث پاتې کيږي.

پرده دار وويل چې د B ويټامين لرونکي خواړه لکه مستې، پنير،شيدې، هګۍ، د غوا غوښه او ماهي د ويښتانو دسپينېدو مخنيوی کوي.

دويښتانوسپينېدل تراوسه درملنه نلري خو ويښتانوته مساژ ورکول، منظم مينځل او په نوکانو له ګرولواو رنګولوډډه کول پدې برخه کې ګټور تماميږي.

بادپکهد اسرارو پرده
بادپکه
ژړاداسراروپرده
ولې ژاړو؟
خنداداسراروپرده
ولې خاندو؟
آسمان څکالیداسرارو پرده
آسمان څکالی
دسرخاورهداسرارو پرده
دسر خاوره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>