هند کې یوه نجلۍ له ډېرو روژو نیولو وروسته مړه شوې

راپورونه ښيي ارادنا ۶۸ ورځې يوازې په اېشېدلو اوبو ګوزاره کوله چې د روژې له پای ته رسېدو دوې ورځې وروسته تېره اوونۍ مړه شوه.

د عکس سرچینه، bb

د عکس تشریح، راپورونه ښيي ارادنا ۶۸ ورځې يوازې په اېشېدلو اوبو ګوزاره کوله چې د روژې له پای ته رسېدو دوې ورځې وروسته تېره اوونۍ مړه شوه.

هندي پوليس د هغې ۱۳ کلنه نجلۍ د مړينې پېښه څېړي چې له ۶۸ ورځو روژې نيولو وروسته مړه شوې ده.

پوليسو د دغه هېواد په جنوبي ښار حيدراباد کې بي بي سي ته ويلي دوی غواړي معلومه کړي چې ايا اردانا سمدريا د روژې نيولو ته اړ ايستل شوې او که په خپله خوښه يې نيوله.

خو د دغې نجلۍ مور او پلار ټينګار کوي چې لور يې په خپله خوښه روژې نیولې.

دغې پېښې په هند کې د مذهبي لمانځنو په اړه يو نوی بحث راپورته کړی دی.

  • <link type="page"><caption> ډاکټرانو له ۱۸ کلن هلک ۲۰ سانتي متره اوږده لکۍ پرې کړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/10/161008_gng_india_teenager_tail" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> ۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160927_gng_india_child_library" platform="highweb"/></link>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> هغه هندۍ چې د خپلې کورنۍ د ساړي سوداګرۍ ته يې ډېره وده ورکړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160901_gn_indian_woman_familys_sari_firm" platform="highweb"/></link></paragraph>

راپورونه ښيي ارادنا ۶۸ ورځې يوازې په اوبو ګوزاره کوله چې د روژې له پای ته رسېدو دوې ورځې وروسته تېره اوونۍ مړه شوه.

روغتيايي کارپوهانو وايي امکان شته چې یو انسان له دوو میاشتو خوړو پرته ژوندی پاتې شي.

د پوليسو يو وياند ويلي دغه پېښه له هغه وروسته بيا راسپړل کېږي چې د ماشومانو د حقونو ټولنې د دغې نجلۍ پر مور او پلار دعوا کړې ده.

په خپله خوښه روژه؟

د پوليسو په وينا د دغې نجلۍ مور مانسي سمدريا او پلار لکشمي چاند د بې غورۍ او د ماشومانو پر وړاندې ظلم تر قانوني مادو لاندې پوښتنې کېږي.

د نجلۍ مور او پلار چې شتمن زرګران دي او په حيدراباد ښار کې ژوند کوي هغه تورونه ردوي چې وايي لور يې په زور روژې نيولو ته اړ ايستلې وه.

د دغې نجلۍ پلار وايي "له موږ يې د روژې نيولو اجازه وغوښته، خو له ۵۱ مې روژې وروسته موږ ورته وويل چې روژه بس کړي، خو دې ونه منله، دې په خپله خوښه روژه نيوه، هېچا دې کار ته په زور نه وه اړ ايستلې"

دغې پېښې په هند کې د مذهبي لمانځنو په اړه يو نوی بحث راپورته کړی دی.

د عکس سرچینه، KUMAR MANISH

د عکس تشریح، دغې پېښې په هند کې د مذهبي لمانځنو په اړه يو نوی بحث راپورته کړی دی.

خو د مدني ټولنو فعالان دغه خبرې نه مني، يوه فعال اچيوټ راو بي بي سي ته وويل"دا د ټول هېواد لپاره شرم دی چې دا ډول مذهبي لمانځنه اوس هم ترسره کېږي."

د نوموړي په وينا "د کورنۍ مذهبي مشر (پنډټ)يې ورته ويلي وو چې که چېرې لور يې ۶۸ ورځې روژه ونيسي په کاروبار کې به ګټه وکړي."

  • <link type="page"><caption> څنګه مې د هندي ګوګړو ۲۵ زره انتیک ډبي راټول کړل</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/07/160703_gn_25000_vintage_indian_matchboxes_collection" platform="highweb"/></link>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> ولې ځينې ناوې د واده زلمي ردوي؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/03/160306_gn_why_some_indian_women_are_turning_away_grooms" platform="highweb"/></link></paragraph>

دغه نجلۍ له لمرختو تر لمر پرېوتو يوازې اوبو څښلو ته اجازه لرله. اوږده روژه په هند کې د جین لږکيو مذهبي ډله کې يو مشهور دود دی.

مدني فعالانو د جېن مذهبې ډلې يو بل دود سنتارا چې په هغه کې يو کس د مړينې لپاره د چمتوالي په موخه خواړه او اوبه پرېږدي هم نيوکې کړې دي.