هند کې لسګونه زره کسانو پټه خوله لاریون کړی

د عکس سرچینه، VAISHALI GALIM
تېرې یوې نیمې میاشتې مودې کې د هند مهاراشټر ایالت کې زرګونه پټه خوله لاریونیان لیدل کېږي، چې کله هېڅ مشر نه لري او کله یې ښځې مشري کوي، خو مسلکي کسان او بزګران په کې څنګ په څنګ نه لیدل کېږي.
دغو لاریونونو کې سیاستوالو ته ځای نه ورکول کېږي.
یو شنونکی وايي هند د دغو پټه خوله لاریونیانو پر غږ غوږونه نه شي کڼولی. دغه لاریونیان مرهټه توکمه دي، چې د هند تر ټولو ویاړمن او ځانخوښی توکم بلل کېږي.
ډېری دغه کسان بزګران دي او د مهاراشټر ایالت یو دریېمه برخه نفوس جوړوي.
- <link type="page"><caption> هند: هغه سړی په اعدام محکوم شوی چې پر پېغلې یې تیزاب شیندلي وو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160908_ns_indian_acide_attack_convict" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> د بریتانیا مېشتو اسیايي نارینه وو 'موقتي مېرمنې'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160929_ns_asian_men_disposable_women" platform="highweb"/></link>
مهاراشټر د هند له شتمنو ایالتونو یو بلل کېږي.
د هند فلمي صنعت مرکز ( بالیووډ ) هم په همدغه ایالت کې دی، بل پلو په کې ګڼې کارخانې او کرنیز فارمونه هم شته، خو دې سره یې هم ځینو سیمو کې سخته بیوزلې لیدل کېږي.
د مهاراشټر پټه خوله لاریونونه جولای میاشت کې هغه مهال پیل شول، چې د 'دلت' توکم، چې د ټیټ ټولنیز حیثیت څښتن توکم بلل کېږي دریو نارینه وو پر یوې مرهټه توکمه نجلۍ جنسي تېری وکړ.

د عکس سرچینه، VAISHALI GALIM
وروسته د لاریونیانو په غوښتنو کې په دولتي دندو کې د ونډې زیاتوالی او د هغه ۲۷ کلن قانون لغو کول هم شامل شوو، چې له مخې یې قبایلي او دلت کسان له توکمیز خوندیتوبه برخمن دي. له دغه ډول ۲۰ لاریونونو وروسته به د اکتوبر پای کې احتجاج کونکي د ایالتي مرکز ممبۍ پر لور وخوځيږي.
ویل کېږي په هغه لاریون کې به ۱۰ میلیونه کسان ګډون وکړي، چې د هند د تاریخ تر ټولو لوی احتجاجي لاریون به وي. مرهټه توکمه کسان شکایت کوي، چې د قبایلي او دلت اوسېدونکو د توکمیز قانون په پلمه دوی په لوی لاس په نښه کېږي او په جعلي توګه محاکمه کېږي.
د دغه توکم یو شکایت دا هم دی، چې وايي په دولتي دندو کې له دوی سره تبعیضي چلند کېږي او د ګڼ مېشتو ښاري سیمو د پراختیا له کبله د دوی کروندې له منځه ځي.
- <link type="page"><caption> ۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160927_gng_india_child_library" platform="highweb"/></link>
د ټولنیزو چارو ماهر پروفیسور اندرې بېټیل په وینا:
ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي، چې خپلوۍ او خېل پالنه د د حکومتولۍ قانوني غوښتنې له پامه وغورځوي. یو شمېر کسان په دې اند دي، چې د هند په کوټه سسټم یا ونډو نظام کې لویې نیمګړتیاوې شته.
دوی وايي د دغه سسټم له کبله د ټيټ حیثیته توکم کسانو ته ګټه رسېدلې، خو وايي تر نوور توکمنو پورې د دغه سسټم غزولو له کبله ستونزې رامنځته کېږي.








