د حج مراسمو انتظام: د ایران مذهبي مشر پر سعودي چارواکو نیوکې کړې

د عکس سرچینه، Getty
د ایران مذهبي مشر د حج مراسمو لپاره د سعودي عربستان چارواکو د خدمتونو پر څرنګوالي نیوکه کړې.
نوموړي دغه څرګندونې د تېر کال حج مراسمو کې د ټیل ماټیل له کبله د سلګونو مړو شویو حاجیانو د تلین په مناسبت کړې.
ایت الله خامنه يي وايي، د سعودي عربستان چارواکو د ' ظالمانه ' رویې له کبله باید ' اسلامي نړۍ ' د دغه هېواد له لوري د حج پر انتظام له سره غور وکړي.
سږ کال به د حج مراسم د سپتمبر په ۱۱ ادا کېږي، خو ایرانیان په کې ګډون نه کوي. ایت الله خامنه يي وايي:
'' اسلامي نړۍ باید دوی 'سعودي چارواکي' پرې نه ږدي، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د دوی له ترسره کړیو جرمونو د خلکو پام بل لور ته واوړوي.''
سعودي عربستان او ایران و نه توانېدل د الوتنو او ویزې چارو په ګډون یو شمېر ستونزې هوارې کړي، چې له کبله یې ایرانيان د سږ کال حج مراسمو کې ګډون نه کوي.
ایران وايي سعودي چارواکي نه دي توانیدلي د ایراني حاجیانو ' د امنیت او درناوي ' د تضمین غوښتنې ومني خو سعودي عربستان ویلي، د ایران غوښتنې د منلو نه دي.
پروسږ کال نژدې ۶۰ زره ایرانیان د حج مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، چې په یوه ټیل ماټیل کې نژدې ۴۰۰ مړه شوو.
ایران او سعودي عربستان د سیمه ییز مشرتابه پر سر له اوږدې مودې راهیسې سیالي کوي.
جنورۍ کې سعودي عربستان کې د یوه شیعه ملا د اعدام موضوع پر سر راپورته شویو ناندریو له کبله سعودي عربستان له ایران سره دیپلوماتیک اړیکي پرې کړل.








