د حج مراسمو کې ۴۶۴ ایراني حاجیان مړه شوي

د عکس سرچینه،
ایران ادعا کوي، چې د سږ کال حج مراسمو بهیر کې د منٰی پېښه کې د دغه هېواد ۴۶۴ حاجیان مړه شوي دي.
له دې مخکې دغه پېښه کې د مړه شویو ایراني حاجیانو شمېر له ۱۴۰ کسانو ډېر ښوول کېده.
ایران وايي داسې هېڅ تمه نه لري، چې بې درکه شوي حاجیان به یې وموندل شي.
بل لور ته د سعودي عربستان حکومت له لوري په رسمي ډول د منٰی ټولو مړو شویو حاجیانو شمېر ۷۶۹ کسان بلل کېږي.
یو شمېر هېوادونه بیا وايي چې د سعودي عربستان له لوري نوملړ کې د مړو شویو حاجیانو شمېر ۱۱۰۰ کسانو ته رسیږي.
تېرو ۲۵ کلونو کې دغه پېښه د مسلمانانو مذهبي مراسمو کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلله کېږي.
پر سعودي حکومت د خوندیتوب او مړینو کم شمېر ښوولو له کبله نیوکې کېږي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي وايي سعودي حکومت باید مسوولیت ومني او بښنه وغواړي.
بل لور ته سعودي عربستان په غبرګون کې ویلي، چې ایران غواړي د دغې پېښې پر بنسټ سیاست وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وايي ایران باید د پېښې په تړاو هغو څېرنو انتظار وکړي، چې د سعودي پاچا سلیمان له لوري پیل شوې دي.
۔








