د حاجیانو د مړینې له کبله پر سعودي عربستان نیوکې زیاتې شوې

ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی چې پر سعودي عربستان یې د حج د مراسمو پر مهال په مکه مکرمه کې د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۴مه) د ۷۱۷ حاجیانو د مړینې او ۸۶۳ نورو د ټپي کېدو له کبله نیوکې کړې دي.
د ایران د ملي امنیت سترې شورا پر سعودیانو د "بې کفایتۍ" تور لګولی او له دوی یې غوښتي چې د مړینو "مسولیت ومني".
نایجریا د سعودي عربستان د روغتیا وزیر هغه خبرې رد کړې چې وايي پېښه "د سپارښتنو او لارښونو د نه تعقیبولو" له کبله رامنځته شوې.
د جمعې پر ورځ (سپتمر ۲۵مه) د ایران د ملي امنیت د سترې شورا ویاند کیوان خسروي د ایسنا خبري اژانس ته وویل، "حقیقت دا دی چې پېښه کې او د حج مراسمو د سمبالولو په برخه کې د سعودي عربستان بې کفایتي په ډاګه شوې او ریاض باید مسولیت ومني."
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ايي هم د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو، "ناورین د ناسمې ادارې او نامناسبو اقداماتو له کبله رامنځته شوی."

د عکس سرچینه، AFP
ایران د دریو ورځو لپاره د ویر اعلان کړی دی.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر علاوالدین بروجردي پر نورو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې سعودي عربستان ته دې خپل شکایتونه وسپاري.
تر دې مخکې د سعودي عربستان پاچا سلمان په مکه کې د ټېل ماټېل له کبله د ۷۱۷ حاجیانو د مړینې او د ۸۶۳ نورو د ژوبلېدو د پېښې د څېړلو لپاره یوه جرګه ټاکلې وه.
د سعودي "الاخباریة" تلوېزیون ویي، دا پرېکړه د حج په چارو کې د یادې پېښې په تړاو له امنیتي چارواکو سره د ولي عهد له یوې بېړنۍ ناستې وروسته شوې ده.
بل خوا، د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، شاید د پېښې اصلي لامل د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه او د ځای تنګوالی وي، خو دا هم نه شي ردېدلی چې هلته ګرمي ښته ډېره وه.
جګړن منصور ترکي وايي، د ګومارل شوې جرګې پایلو په انتظار دي.
د سعودي د روغتیا وزیر هم ویلي، دا مهال ژورې څېړنې پیل شوې دي.
پېښه جمراتو ته د حاجیانو د لېږېدو پرمهال د منا د ۲۲۳ سړک په ۲۰۴ کوڅه کې شوې ده، چې په ډېر ټېر ماټېل کې یوشمېر حاجیان لوېدلي او د نورو تر پښو لاندې شويدي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Saudi Civil Defense agency
په ۲۰۰۶ کال هم د جمراتو په سیمه ورته پېښه شوې وه، چې لږترلږه ۳۶۰ حاجیان پکې مړه شوي وو، چې بیا وروسته د سعودي چارواکو د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د حاجیانو د خوځېدو د اسانتیاو پخاطر د جمرو لپاره د پله جوړولو پروژه پیل کړه.
دغه پل له څلورو پوړونو جوړ شوی، چې اوږدوالی یې ۹۵۰ متره او سور یې ۸۰ متره کېږي، خو له بنسټ نه د ۱۲ پوړو او د پنځو میلیونو حاجیانو د تېرېدو زغملو توان لري.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د پېښې ډېر مسؤولیت د سعودي پر حکومت اچول کېږي. په پېښه کې ۹۵ ایراني حاجیان هم مړه شوي.
سعودي عربستان کې چارواکي وايي، مکې مکرمې کې لږترلږه ۷۱۷ حاجیان د پښو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.
پېښه کې چې د مینا تر څنګ رامنځ ته شوه، نږدې ۸۶۳ کسان ټپیان هم دي.
دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د حج مراسمو پر مهال تر ټولو مرګونې پېښه ده.
اوسمهال د حج فریضې ادا کولو لپاره لږترلږه دوه میلیونه حاجیان سیمه کې حضور لري.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې حاجیانو غوښتل مینا کې د شیطان ستنه په تیږو وولي.
په روان کال کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د حج د مراسمو په ترڅ کې پېښېږي.
له دې مخکې د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې د کرین لوېدو پېښه کې هم له سلو ډېر حاجیان مړه شوي وو.

د عکس سرچینه، AP
د حج په مراسمو کې د سلګونو کسانو د ګڼې ګوڼې له کبله دا ډول پېښې مخکې هم شوې دي.
د سږ کال حج مراسمو ته د نړۍ له لر و بره تر دووه میلیونه ډېر حاجیان راغلي دي.
د چارواکو له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ژغورنې کارکونکي د ټپیانو درملنه کوي او امبولانسونو ته یې پورته کوي.
چارواکو وویل، ټپیان د بېلا بېلو هېوادونو دي خو په دې اړه یې جزیات ور نه کړل.


سیمه کې د بي بي سي یوه خبریاله وايي، په ټپیانو کې یې د نایجر هېواد ډېر وګړي لیدلي دي.
د سعودي د مدني دفاع ادارې تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

خو د الجزیرې خبري تلویزون راپور ورکړی چې پېښه د شیطانو ویشتلو په سیمه کې نه بلکې په ۲۰۴ واټ د پنډغالو تر څنګ رامنځته شوې ده.
تر دې مخکې د حج غمیزې:
۲۰۰۶ کال: په شګو د شیطان د ویشتلو پر مهال ۳۶۴ حاجیان مړه شول.
۱۹۹۷ کال: د اور لګېدنې له کبله ۳۴۳ حاجیان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.
۱۹۹۰: ۱۴۲۶ حاجیان د پښو لاندې کېدو له امله مړه شول.
۱۹۸۷: ۴۰۰ کسان داسې مهال مړه شول چې سعودي چارواکو هڅو کوله ایراني پلوه مظاهره کونکي کنترول کړي.
.








