حاجیانو او عمره کوونکو ته د سعودي حکومت خبرداری

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت چارواکو له عمره کوونکو او حاجیانو غوښتي، چې مقدساتو کې د ګڼې ګوڼې پر مهال ماسکونه وکاروي، چې د کورونا ویروس د خپراوي مخه ونیوله شي.
د سعودي عربستان حکومت د روغتیا وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د زیات عمر له هغو کسانو چې همېشنۍ ناروغۍ لرې غوښتل شوي، چې دغه هېواد ته له ورتلو ډډه وکړي.
سعودي عربستان کې د ایم ای ار کورونا ویروس له کبله تر اوسه ۳۸ کسان وژل شوي دي.
د روژې میاشت کې ډېر عمره کوونکي سعودي عربستان ته ځي او د سږ کال په اکتوبر کې به له ټولې نړۍ څخه لکونه کسان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.
د روغتیا وزارت چارواکو له زایرینو غوښتي، چې خپلې روغتیا ته پام وکړي، د ټوخي پر مهال ټشو پیپر وکاروي او ټول ضروري واکسینونه له مخکې وکړي.
د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې دغه ویروس لومړی ځل سعودي عربستان کې وموندل شو.
دغه ویروس د سارس ویروسونو له کورنۍ څخه دی، چې ۲۰۰۳ کال اسیا کې وموندل شو.
د سارس ویروس په څېر کورونا ویروس هم د انسان انو او حیواناتو پر تنفسي نظام اغېز کوي.
د سږ کال په مې کې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلو ایچ او چارواکو وویل، کورونا یانې این سي او وې ویروس له یوه انسانه بل ته لېږدېدای شي.








