امریکا یمن کې د القاعده ۱۳ وسله وال ووژل

د عکس سرچینه، AP
د امریکا پوځ وايي، په یمن کې یې درې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې د القاعده ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیانیه کې ویلي، د اګست ۲۴ مې او د سپټمبر څلورمې ترمنځ یې د یمن په مرکزي سیمه شبوا ولایت کې درې هوايي بریدونه کړي دي.
خو د امریکا پوځ دا نه دي ویلي چې په هوایي بریدونو کې د القاعده کوم مشران په نښه شوي او د هغوی د پېژندګلوي په هکله هم معلومات نه دي ورکړل شوي.
القاعده د یمن له روانې کورنۍ جګړې په ګټه اخیستلو سره د دغه هیواد پر څو سیمو ولکه ټینګه کړې ده.
امریکا وايي، په دغه سیمه او نورو ځایونو کې القاعده لا هم د امنیت لپاره لوی خطر دی.
امریکا په ویناپاڼه کې زیاته شوې: "د عرب ټاپووزمې په یمن کې دا ډول بریدونه پر ترهګرو ډلو ځانګړی فشار اچوی او دا ډلې د امریکایانو، هیواد کې دننه یا د ملګرو پرضد د بریدونو پلانولو او په نښه کولو څخه منع کوي. "
یمن دا مهال د کورنۍ جګړې ښکار دی، د سعودي عربستان ملاتړ لرونکی حکومت د حوثي یاغیانو سره په جګړه کې ښکېل دی.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې، په دې جګړه کې تراوسه له ۶۰۰۰ ډېر ولسي وګړی وژل شوي دي.
نژدې دوه نیم میلیونه یمنیان د کورنۍ جګړې له امله بې کوره شوي دي.








