سوریه کې ترکیې د جګړې نوې جبهه، انقرې نور ټانکونه استولي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پروړاندې د عملیاتو لپاره د ترکیې نور ټانکونه د سوریې شمال ته ننوتي دي.
دغه ټانکونه د ترکیې د کېلېس ښارګوټي ته نژدې له پولې سوریې ته واوښتل. سیمه کې خبریالانو ویلي، وروسته یې د ډزو غږونه واورېدل او د سوریې په خاوره کې تورې لوخړې ولېدې چې هوا ته پورته کېدې.
د ترکیې د پوځونو له پرمختګ سره سوریه کې ولسي وګړي لیدل شوي چې له سیمې په وتو وو.
د ترکیې خبري رسنیو ویلي چې د توغندیو ډزو د ټانکونو له پرمختګ سره مرسته وکړه چې د اسلامي دولت نومې ډلې پټنځایونه ویجاړې کړي.
د رپوټونو له مخې شل ټانکونو او زغره والو موټرونه په برید کې برخه لري.
سوریه کې پر بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز یې بریتانیا کې دی ویلي؛ جنګیالیو د جرابلس پرلور او په لویدیځې برخې کې د جګړې د نوې کرښې په اوږدو کې له اسلامي دولت نومې ډلې د کلیو ولکه ترلاسه کړې.
د ترکیې په ملاتړ سوري یاغیانو الراعي ښارګوټي ته څېرمه د ترکیې له پولې یوازې دوه کلومتره وړاندې له اسلامي دولت وسله والې ډلې نه شاوخوا شل کلي نیولي دي.
د ترکیې تر ملاتړ لاندې سوري جنګیالیو ویلي چې د بریدونو موخه دا ده چې په دغې سرحدي سیمې کې پر اسلامي دولت نومې ډلې له دواړو خواوو، ختیځ او لویدیځ فشار راوستل شي.
د ترکیې ځواکونو که له یوې خوا سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډله په نښه کوي، پر ترکیې ضد کُردي جنګیالیو هم بریدونه کوي.
انقره وايي سوریې کې کردي ملیشه جنګیالي د کردستان د کارګرو له ګوند (پي کې کې) سره اړیکه لري. ددې ګوند فعالیت ترکیه کې منع دی او د ترکیې په سوېل ختیځ کې د ترکیې له پوځ سره جګړه کوي.
دا بریدونه درې ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې ترکیې سوریه کې د دغه هېواد پر ښکېلتیا د امریکا د متحده ایالتونو څرګندونو پر وړاندې کلک غبرګون وښود.








