ترکیې سوریه کې د داعش او کردانو مرکزونه بمبار کړي

ترکیه له سوریې سره پر پوله د کردي ملېشو د فعالیت له ډېرېدا وېره لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ترکیه له سوریې سره پر پوله د کردي ملېشو د فعالیت له ډېرېدا وېره لري

د ترکیې توپخانې د سوریې په شمال کې د کردي ولسي ملاتړ پر ملېشو او د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

دغه بمبارۍ، چې د ترکیې له خاورې ترسره شوې، د سوریې جرابلس او منبج ښارونه پکې په نخښه شوي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر ولکې لاندې جرابلس ښار ته څېرمه یې خپله پوله ټینګه کړې او هلته یې شوبلې او پوځیان ځای پرځای کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وړاندې ویلي وو د "سوریې شمال" باید د "اسلامي دولت" دولت نومې ډلې له عناصرو پاک شي.

رپوټونه وايي، د ترکیې په ملاتړ د سوریې مخالفې ډلې د ترکیې- سوریې پر پوله د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پروړاندې جنګېدو ته چمتووالی نیسي.

اټکل دی چې "اسلامي دولت" نومې ډله د سوریې غازي عنتاب ښار پر یوه کردي واده په هغه ځانمرګي برید کې لاس لري، چې تر ۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

خو د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي، د بریدګر هویت لاهم نه دی په ډاګه شوی.

انقره د امریکا په ملاتړ د کردي ملېشو د لمنې له پراخېدو وېره لري. دغه ډله د ترکیې سوېل ختیځ کې له یاغي کردي ډلو سره تړاو لري.

د غازي عنتاب ښار پر واده د ځانمرګي برید ډېری قربانیان ماشومان دي
د عکس تشریح، د غازي عنتاب ښار پر واده د ځانمرګي برید ډېری قربانیان ماشومان دي
رپوټونه وايي، د دوه ویشتو وژل شويو عمرونه تر ۱۸ کلونو ټيټ دي، خو ۲۲ نور قربانیان بیا تر ۱۴ کلونو د ټیټ عمر ماشومان وو.
د عکس تشریح، رپوټونه وايي، د دوه ویشتو وژل شويو عمرونه تر ۱۸ کلونو ټيټ دي، خو ۲۲ نور قربانیان بیا تر ۱۴ کلونو د ټیټ عمر ماشومان وو.
 اردوغان د برید پړه نېغ په نېغه پر (اسلامي دولت) نومې ډلې واچوله، خو تر اوسه د یاد برید پړه چا نه ده منلې.
د عکس تشریح، اردوغان د برید پړه نېغ په نېغه پر (اسلامي دولت) نومې ډلې واچوله، خو تر اوسه د یاد برید پړه چا نه ده منلې.

د ترکیې سوېل ختیځ کې پر پولیسو د ځینو خونړیو بریدونو پړه د کردستان کارګر ګوند منلې.

د دوی تر ټولو وروستي بریدونه په الازیغ او وان ولایتونو کې تېره اونۍ وو، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول او ۲۱۹ نور یې ټپیان کړل چې پولیس هم پکې وو.

اټکل دی چې پر همدې مهال غازي عنتاب ښار کې د ترکیې په ملاتړ د سوریې ۱۵۰۰ اورپکي د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرضد جګړې ته ورودانګي.

د کردانو په ملاتړ د خلکو دیموکرات ګوند ویلي، واده د دغه ګوند د یوه غړي په کور کې و.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د کردانو په ملاتړ د خلکو دیموکرات ګوند ویلي، واده د دغه ګوند د یوه غړي په کور کې و.