د ترکیې د برید 'ډېری قربانیان ماشومان' دي

اردوغان د برید پړه نېغ په نېغه پر (اسلامي دولت) نومې ډلې واچوله، خو تر اوسه د یاد برید پړه چا نه ده منلې.
د عکس تشریح، اردوغان د برید پړه نېغ په نېغه پر (اسلامي دولت) نومې ډلې واچوله، خو تر اوسه د یاد برید پړه چا نه ده منلې.

د ترکیې رسنیو ویلي، په سوېلي غازي عنتاب ښار کې د کردانو د یوه واده پر مراسمو د ځانمرګي برید د ۵۱ وژل شویو ډېری قربانیان ماشومان دي.

رپوټونه وايي، د دوه ویشتو وژل شويو عمرونه تر ۱۸ کلونو ټيټ دي، خو ۲۲ نور قربانیان بیا تر ۱۴ کلونو د ټیټ عمر ماشومان وو.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، د ځانمرګي برید کوونکي عمر هم د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ و.

اردوغان د برید پړه نېغ په نېغه پر (اسلامي دولت) نومې ډلې واچوله، خو تر اوسه د یاد برید پړه چا نه ده منلې.

غازي عنتاب د سوریې پولې ته څېرمه ښار دی، چې ویل کېږي د (اسلامي دولت) نومې ډلې ځینې عناصر هم پکې شته.

په دې ښار کې شاوخوا ۱٫۵ میلیون وګړي اوسېږي، چې ډېری یې کردان دي.

د دوشنبې په ورځ، د ترکیې (حریت) ورځپاڼې د ترکي چارواکو له خولې ویلي، د ځانمرګي برید کوونکي د مړي پر پاتې شونو ډې اېن اې څېړنې کوي، چې هویت یې معلوم کړي.

د عکس سرچینه،

ویل کېږي په برید کې کارول شوي توکي د کردانو پر ملاتړې ډلې یوه برید کې له کارول شویو توکو سره ورته والی لري.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ کردي جنګیالي سوریه کې د (اسلامي دولت) نومې ډلې پروړاندې جنګېږي.

څارنوالان وايي، د هغو دوو مشکوکو کسانو په اړه هم څېړنه پیل شوې، چې د واده تر مراسمو پورې د ځانمرګي برید کوونکي په رسولو کې پرې شک کېږي، خو مشکوکو کسانو له برید وړاندې خپلې پښې سپکې کړې دي.

ویل کېږي برید کوونکي پر ځان پورې اوسپنیز چاودېدونکي توکي تړلي وو
د عکس تشریح، ویل کېږي برید کوونکي پر ځان پورې اوسپنیز چاودېدونکي توکي تړلي وو

له برید وروسته په ځینو انځورونو کې د وژل شویو کسانو کتار اېښودل شوي مړي ښکاري او ګڼ خپلوان یې پر تابوتونو ځانونه ورغورځوي.

برید د شنبې پر ماښام له کوره بهر په کوڅه کې د واده پر مراسمو د نڅا او خوښیو لمانځلو پرمهال شوی.

د کردانو په ملاتړ د خلکو دیموکرات ګوند ویلي، واده د دغه ګوند د یوه غړي په کور کې و.

ویل کېږي په برید کې زوم او ناوې ژغورل شوي، خو ټپیان شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي "اسلامي دولت" نومې ډله غواړي غازي عنتاب ښار کې "خپلې پښې ټینګې" کړي، ځکه چې په وینا یې دا ښکار د سوریې له کورنۍ جګړې نه د سوري کډوالو د وتلو لویه لاره ګڼل کېدای شي.

ترکیه کې خونړي بریدونه

  • اګست ۲۰- د ترکیې سوېلي غازي عنتاب ښار د واده په مراسمو برید ۵۰ کسان ووژل. د برید پړه پر "اسلامي دولت" نومې ډلې اچول شوې.
  • جولای ۳۰- پر یوې پوځي اډې د کردي وسله والو برید کې ترکي پوځ ۳۵ کردي وسله وال ووژل.
  • جولای ۲۹- د استانبول پر اتاترک هوايي ډګر برید ۴۱ کسان ووژل. باور کېږي چې برید "اسلامي دولت" نومې ډلې کړی وي.
  • مارچ ۳۱- د ترکیې پلازمېنه انقره کې د کردي وسله والو برید کې ۳۷ کسان ووژل شول.
  • فبروري ۱۷- انقره کې د پوځ پر کاروان برید ۲۸ کسان ووژل.
  • جنوري ۱۲- د ۸ جرمني سیلانیانو په ګډون ۱۰ کسان د استانبول ځانمرګي برید کې ووژل شول. د برید پړه پر "داعش" واچول شوه.
  • اکتوبر - انقره کې د کردانو سوله ییز لاریون پرمهال دوو ځانمرګو بریدونو تر سلو ډېر کسان ووژل.