هند او امریکا د پوځي همکاریو تړون وکړ

د دواړو هیوادونو دفاع وزیران دا هم وايي، چې یو لوری د مقابل اړخ په اډو کې پوځیان ځای په ځای کولی نه شی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د دواړو هیوادونو دفاع وزیران دا هم وايي، چې یو لوری د مقابل اړخ په اډو کې پوځیان ځای په ځای کولی نه شی.

هند او امریکا د یو بل د پوځي تاسیساتو او تجهیزاتو د کارولو اړوند یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

ددې تړون له مخې به دواړه هېوادونه وکولی شي یو د بل په اډو کې پوځي تجهیزات ترمیم کړي، اکمالات وکړي او د سون توکي واخلي.

دا تړون په واشنګټن کې د هند دفاع وزیر منوهر پارکر او د هغه امریکایي سیال اشټن کارټر ترمنځ تر لیدنې وروسته ددوی په ګډه بیانیه کې اعلان شو.

د دوشنبې په ورځ د دې تړون د اعلانولو پرمهال اشټن کارټر وویل، دا تړون سره د هند او امریکا ترمنځ ګډو پوځي همکاریو کې اسانتیا راولي، خو دا هرڅه به تل د دواړو لورو په خوښه کیږي.

اشټن کارټر او منوپر پارکر په ګډه دا هم وویل، چې د دې تړون کوم لوری د مقابل لوري په اډو کې د سرتېرو ځای پرځای کولو اجازه نه لري.

په هند کې دا تړون په سیاسي توګه خورا حساس دی او له نژدې یوې لسیزې راهیسې ددې تړون هڅې روانې وې.

په هند کې کیڼ اړخې ګوندونه د دې تړون خلاف دي او د کانګرېس په مشرۍ یو پي اې حکومت هم دې تړون ته دوه زړی دی.

د ډېرو په باور، دا تړون د هند له ناپېیلې پالیسۍ سره په ټکر کې دی.

د شنونکو په باور له تېرې یوې لسیزې راهیسې د واشنګټن او نوي ډېلي ترمنځ اړیکي ډېر نږدې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د شنونکو په باور له تېرې یوې لسیزې راهیسې د واشنګټن او نوي ډېلي ترمنځ اړیکي ډېر نږدې شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د هند او امریکا ترمنځ پوځي اړیکې خورا سره نژدې شوې دي.

امریکا د هند لپاره د پوځي تجهیزاتو تر ټولو لوی برابروونکی دی او له ۲۰۰۷ کال راهیسې تراوسه واشنګټن له نوي ډېلي سره د ۱۴میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه کړي دي.

هند ترټولو ډېرې پوځي مانورې هم له امریکا سره کوي او څو میاشتې مخکې متحده ایالتونو دغه هیواد ته د مهم پوځي ملګري مقام یا درجه ور کړه، چې په دودیز ډول خورا نژدې ملګرو هیوادونو ته ورکول کیږي. هند د دې درجې په خپلولو سره له امریکا ځینې پوځي ټکنالوژۍ ترلاسه کولی شي، چې تراوسه نه دي ورکړل شوي.

اوسمهال دواړه هیوادونو د اړتیا پر وخت یو د بل له پوځي اډو همکاري ترلاسه کولی شی، خو له دې تړون سره پر دغو همکاریو رسمي مهر ولګېد.

په واشنګټن کې د هډسن انستیتیوت په نوم فکري مرکز کې د امریکا هند د اړیکو شنونکی اپرنا پانډي وايي، دا تړون د واشنګټن او نوي ډېلي د مخ په زیاتېدونکو پوځي اړیکو نښه ده.

د هغه په خبره "له پخوا هم د دواړو هیوادونو د پوځي چارواکو ترمنځ په کافي اندازه باور رامنځته شوی و او دا تړون یې نور هم پیاوړی کوي."

واشنګټن کې ډېر کارپوهان په دې باور هم دي چې د هند او امریکا ترمنځ زیاتېدونکي پوځي اړیکي د چین د زیاتېدونکي نفوذ د کمولو په لاره کې یو مهم پورته کړل شوی ګام دی.