"د هند او امریکا ملګرتیا به بې سارې وي"

د عکس سرچینه، pib
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل.
په دغه رسمي ناسته کې ولسمشر اوباما او لومړي وزیر مودي د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي پراختیا او پانګونې په لا زیاتوالي خبرې وکړې.
د هند سږني کال په ټاکنو کې له بري وروسته دا لومړی وار دی چې ښاغلی مودي امریکا ته په رسمي سفر ورځي.
سپینه ماڼۍ کې له ماښامنۍ وروسته د دواړو مشرانو له خوا د ګډ لید لوري تر نامه لاندې په خپره شوې وینا پاڼه کې دا هوډ ښوول شوی چې دواړه هېوادونه به نه یوازې د هند او امریکا بلکې د ټولې نړۍ د ښېرازۍ لپاره په ګډه سره کار کوي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید اکبرالدین ویلي چې د دواړو مشرانو تر منځ په ناسته کې د هند او امریکا په ګډه همکارۍ خبرې وشوې.
نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې په امنیتي برخه کې سره ګډ کار کوي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به هم ګډه همکاري کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
دواړو مشرانو پر یو لړ نورو مسایلو هم موافقه کړې چې تر مخې به یې په نړیواله کچه هند ته نوي مسوولیتونه ورکول کېږي او تر څنګ به یې د ملګرو ملتو په نړیوالې امنیتي شورا کې یو لړ مثبت بدلونونه راوړل شي.
هند له تېر څه وخت راهیسي په دې لټه کې دی چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي او داسې ښکاري چې امریکا هم د هند د دې غوښتنې ملاتړ کوي.
ښاغلي اوباما او ښاغلي مودي د فضايي پروګرام په برخه کې هم د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
نرېندرا مودي تر دې ناستې وړاندې د امریکا له شتمنو او مشهورو سوداګرو سره هم ولیدل چې په هند کې یې د لا ډیرې پانګونې په فرصت قانع کړي.








