ترکي الوتکو او ټانکونو د سوریې شمال کې بریدونه کړي

د عکس سرچینه، EPA
د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې د څار ډلې ویلي، ترکیې جنګي چورلکو او ټانکونو د سوریې په شمال کې د کردانو د ولسي ملاتړ ځواکونو تر واک لاندې سیمو کې بریدونه کړي چې لږترلږه ۲۰ ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.
سرچینه وايي، ترکي ځواکونو د سوریې جرابلس ښار په (جیب الکوسه) کلي بریدونه کړي.
دا برید وروسته تر هغه وشو، چې ترکي ځواکونو د شنبې په ورځ د سوریې خاوره کې لومړی ترکی سرتېری ووژل شو او درې نور ټپیان شول چې پړه یې د کردانو د ولسي ملاتړ کنډکونه پرغاړه واخیسته.
د سوریې په شمالي ښار جرابلس کې د ترکیې یو سرتېری له کردي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.
دا لومړی سرتېری دی، چې په سوریې کې د ترکي ځواکونو په تازه عملیاتو کې وژل شوی، چې د کردي جنګیالیو پرضد پکې ترکیه له ټانکونو او جنګي الوتکو کار اخلي.
ترکیې تېره اونۍ سوریه کې د "فرات ډال" په نامه پوځي عملیات پیل کړل.
د ترکیې سرتېری هغه مهال ووژل شو چې کردي یاغیانو د ترکیې پر ټانکونو ډزې وکړې. د کُردانو رسنۍ ادعا کوي چې درې ټانکونه یې ویجاړ کړي.

د عکس سرچینه، AP
ترکي پوځ وايي دا لومړنی ترک سرتېري دی چې د سوریې په شمال کې د ترکیې له پوځي خوځښتونو را وروسته وژل کېږي.
څو ورځې وړاندې د ترکیې زغره وال ټانکونه له پولې پورې غاړې سوریې ته واوښتل چې په وینا یې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره جګړه وکړي، خو ترڅنګ یې سیمه کې کُرد وسلوال هم ځپي.
ترکیې ویلي خپلو پوځي هڅو ته به تر هغه دوام ورکړي چې د دوی په وینا له ګاونډیانو ورته د ترهګرۍ ګواښ پای ته ورسېږي، چې موخه یې "داعش" او کردان ول.
بیلري بمونه
بلخوا، د سوریې له حلب ښاره رپوټونه وايي، د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه باندې د حکومتي ځواکونو لخوا د دوو بېلري بمونو په برید کې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.

د عکس سرچینه، Reuters
سوریه کې فعالان وايي لږ تر لږه ۱۵ کسان پر حلب ښار د بېلري بم په غورځولو کې وژل شوي.
لومړی بم یوې کېږدۍ ته نژدې لګېدلی چې پکې فاتحه اخیستونکي ناست وو چې همدغه اونۍ یې ماشومان په بمبارۍ کې وژل شوي ول. دویم بم وروسته، د لومړي بم د قربانیانو پر سر پر راټولو شویو خلکو ولوېد.
د سیمې یوه اوسېدونکي زیدان الزیدان د خپلو سترګو لیدلی حال وايي:
"نژدې شل کسان شهیدان شوي او پنځلس ټپیان. ډېری شهیدان ماشومان، ښځې، تنکي ځوانان او د پاخه عمر خلک دي. دلته د جګړې جبهه نه ده او نه هم هغه ورته څه شته."
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دېمستورا حلب کې له ښکېلو خواوو وغوښتل نن د لومړنیو مرستو د کاروانونو د خوندي رسېدو مسله ومني.
پرون (جمعه) د سوریې دولت اعلان وکړ چې پلازمېنې ته څېرمه د داریا ښاره یې د جوړجاړۍ له لارې، وروسته له څلور کلنې کلابندۍ بېرته نیولی دی.

د عکس سرچینه، AP
زرګونو کسانو له موقع په استفادې ښار پرېښود چې په دوی کې یو هم څلور کلن هلک یزان و.
هغه د لومړي ځل لپاره ایسکریم خوړل چې ورته خوشحاله و او مور یې د اې اېف پي خبري اژانس ته وویل، زوی یې د بسکېټو په لیدو په کالو کې نه ځایېده.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters








