هند کې سېلابونو تر ۱۵۰ ډېر کسان وژلي

 د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي

هندي چارواکي وايي، په تېرو درو اونیو کې د هېواد لروبر کې سېلابونو لږترلږه ۱۵۲ کسان وژلي او میلیونونه نور وګړي یې بې ځایه کړي دي.

چارواکو ویلي، یوازې په شمال ختیځ اسان ایالت کې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او ۱٫۱ میلیون نور بې ځایه شوي دي.

د سېلابونو له کبله د کازیرانګا ایالت د ملي پارک څاروي هم سخت اغېزمن شوي. په دې ملي پارک کې بې ښکرو حیوانات ساتل کېږي.

د ځنګلي چارو چارواکو ویلي د پارک ۸۰ برخه تر اوبو لاندې ده او د ۱۷ کرکدن (لوی ښکرور حیوان) په ګډون ۱۰۰ حیوانات مړه شوي دي.

 د هند ځینو ایالتونو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم لاندې کړې دي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، د هند ځینو ایالتونو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم لاندې کړې دي
 یو ښکریز هغه څاروي دي، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او د اسام په طبیعي پارک کې یو شمېر دغه څاروي هم سیلاب وړي

د عکس سرچینه، Subhamoy Bhattacharjee

د عکس تشریح، یو ښکریز هغه څاروي دي، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او د اسام په طبیعي پارک کې یو شمېر دغه څاروي هم سیلاب وړي

د عکس سرچینه، Getty

په شمالي بیهار او همیچال پرادیش ایالتونو او همدارنګه د لوېدیځ بنګال په ختیځ ایالت کې سېلابونو پراخې کرنیزې ځمکې او زېربناوې هم ویجاړې کړې دي.

د پي ټي ای خبري اژانس ویلي، سلګونه خلک د لویو لارو په اوږدو پراته دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، امکان لري نور ډېر بارانونه وشي.

 میلیونونه کسان د سیلابونو له کبله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، میلیونونه کسان د سیلابونو له کبله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي
 بهار، هیماچل پردېش او لوېدیځ بنګال ایالتونه سیلابونو سخت ځپلي دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، بهار، هیماچل پردېش او لوېدیځ بنګال ایالتونه سیلابونو سخت ځپلي دي