هند کې د سیلابونو له کبله ۱۵۰ کسان وژل شوي دي

هندي چارواکي وايي د دغه هېواد په لر او بر کې د سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۲ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي میلیونونه نور کسان د خپل کور،کلي پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی په وینا یوازې په شمال ختیځ اسام ایالت کې بارانونو او سیلاب ۳۴ کسان وژلي او یو اعشاریه یو میلیون خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. د دغه ایالت په کازیرانګا طبیعي پارک کې له سیلابه د ژویو ژغورنې چارې هم روانې دی.

په دغه پارک کې یو شمېر داسې ژوي ساتل کېږي، چې نسل یې له منځه تلونکی بلل کېږي.

چارواکي وايي د پارک ۸۰ سلنه ساحه تر اوبو لاندې ده او د یو شمېر راینو ' یو ښکریزو ' په شمول ۱۰۰ ځنګلي ژووي وژل شوي دي.

دغه راز د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو یو شمېر کروندې هم سیلابي اوبو لاندې کړې دي.

د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د لوېدیځ بنګال، بهار او هیماچل پردېش ایالتونو کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې دي

د هند هوا پېژندنې ادارې چارواکي وړاندوینه کوي، چې د باران دروند اورښت به همدغسې دوام وکړي.

یو ښکریز هغه څاروي دي، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او د اسام په طبیعي پارک کې یو شمېر دغه څاروي هم سیلاب وړي

د عکس سرچینه، Subhamoy Bhattacharjee

د عکس تشریح، یو ښکریز هغه څاروي دي، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او د اسام په طبیعي پارک کې یو شمېر دغه څاروي هم سیلاب وړي
میلیونونه کسان د سیلابونو له کبله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، میلیونونه کسان د سیلابونو له کبله خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي
د هند ځینو ایالتونو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم لاندې کړې دي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، د هند ځینو ایالتونو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې هم لاندې کړې دي
بهار، هیماچل پردېش او لوېدیځ بنګال ایالتونه سیلابونو سخت ځپلي دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، بهار، هیماچل پردېش او لوېدیځ بنګال ایالتونه سیلابونو سخت ځپلي دي
د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي ښايي د اورښت لړۍ دوام وکړي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي ښايي د اورښت لړۍ دوام وکړي
د هند یو شمېر ښاري سیمې هم اوبو لاندې کړې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د هند یو شمېر ښاري سیمې هم اوبو لاندې کړې