د هند پوځي الوتکه ورکه شوې

د عکس سرچینه، INDIAN AIR FORCE
د هند هوايي ځواک بي بي سي ته ویلي، یوه هندۍ پوځي الوتکه، چې تر ۲۰ ډېر کسان پکې سپاره وو، ترۍ تم شوې ده.
هندي پوځي چارواکي وايي الوتکه د بنګال خلیج پر سر ترۍ تم شوې ده.
دغه انتونوف – ۳۲ ډوله ترانسپورتي الوته له چینای (مدراس) نه په ځايي وخت اته نیمې بجې پورته شوې ده.
په پام کې وه، چې الوتکه په ځايي وخت ۱۱ نیمې بجې ښکته شي.
د هند د دفاع وزارت ویلي، د الوتکې د موندلو لپاره څلورو الوتکو او دوولسو بېړیو عملیات پیل کړي دي.
د هند هوايي ځواکونه وايي، دوی تر ۱۰۰ ډېرې انتونوف -۳۲ ډوله الوتکې لري.
د هوايي ځواک یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د الوتکې موندلو لپاره ژغورونکو الوتکو او بېړیو لټون پیل کړی دی.
ویل کېږي، په الوتکه کې سپاره کسان ملاکا ته څېرمه ټاپوګانو ته نژدې د هند پوځي اډې ته لېږدول کېدل.








